د لاس رسي وړ اتصالات

د جنوبي او شمالي کوریا د مشرانو تاریخي لیدنه


د شمالي او جنوبي کوریا مشرانو موافقه وکړه چې د کوریا شبه جزیره د اټومي وسلو نه پاکه کړي، خو دا ندي ویل شوي چې څنگه کیدای شي دغه هدف ته ورسیږي.

د شمالي کوریا مشر کیم جونگ اون، ددې هیواد لومړنی مشر دی چې د دوو کوریاگانو د ١٩٥٣ میلادي د جگړې وروسته جنوبي کوریا ته سفر کوي.

د لیدنې کتنې وروسته د دواړو کوریاو مشرانو په یوه گډه اعلامیه کې د جمعې په ورځ تائید کړه چې د هغوی وروستی هدف "د اټومي وسلو نه لرونکې کوریا ده چې د اټومي وسلو د بشپړه خلع کولو" له لارې به ترلاسه شي".

د دوو کوریاو مشرانو چې د یوې لسیزې وروسته یې د لومړي ځل لپاره سره لیدنه کتنه کوله همداشان اعلان وکړ چې هغوی د دغو دوو هیوادونو ترمنځ د دایمي سولې په لټه کې دي.

د شمالي او جنوبي کوریاو د مشرانو د لیدنې کتنې ویدیو
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:42 0:00

د جنوبي کوریا د مقاماتو په وینا د شمالي کوریا مشر کیم جونگ اون، او د جنوبي کوریا جمهور رئیس مون جائه اِن، د یو بل سره "جدي" خبرې درلودې چې په کې د کوریا ټاپوزومي خلع سلاح او د دواړو هیوادونو ترمنځ تلپاتې سوله شامله وه.

د جنوبي کوریا جمهور رئیس د شمالي کوریا د مشر له قوله ویلي چې "مونږ باید دغه فرصت ته ارزښت ورکړو چې د دوو کوریاو ترمنځ زخمونه ورغیږي."

د دوو کوریاو د مشرانو د کتنې په غبرگون کې د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رئیس دونالد ټرمپ په خپله ټویټر پاڼه یو پیغام خپور کړی او لیکلي یې دي چې "د دوو کوریاو جگړه پای ته رسیږي. متحده ایالات او ستر ولس یې په هغه څه چې په کوریا کې پیښیږي، وویاړي."

لومړی ځل لیدنه

جنوبي کوریا ته د شمالي کوریا د مشر له رسیدو وروسته د دواړو هیوادونو مشرانو یو بل سره روغبړ وکړ او د جنوبي کوریا مشر د شمالي کوریا مشر ته په خطاب کې وویل چې "له لیدنې نه مو خوشحاله یم."

له روغبړ وروسته د شمالي کوریا مشر د جنوبي کوریا له جمهور رئیس وغوښتل چې له سرحد نه په تیریدو د شمالي کوریا خاورې ته ننوځي او بیا د دواړو هیوادونو مشران بریته جنوبي کوریا ته لاړل.

پدې وروستیو میاشتو کې د دواړو کوریاو ترمنځ او همداشان د شمالي کوریا او د جنوبي کوریا د متحد هیواد امریکا ترمنځ اړیکې ډیرې خړې پړې شوې وې.

شمالي کوریا څو ځلې خپل اوږد واټن ویشتونکي بالستیک میزایل و ازمایل چې د شمالي کوریا په وینا کولای شي اټومي کوپړۍ ولیږدوي او کولای شي چې د امریکا متحده ایالات په نښه کړي. دغه کار د غربي هیوادونو او په ځانگړې توگه د امریکا غوسه راوپاروله او پر پیونگ یانگ باندې نور بندیزونه هم ولگول شول.

د شمالي او جنوبي کوریا د مشرانو له لیدنې کتنې وروسته ټاکل شوې چې د امریکا جمهور رئیس دونالد ټرمپ هم د شمالي کوریا له مشر وگوري. ددغو دوو مشرانو د لیدنې ځای ندی اعلان شوی.

له دې دمخه د امریکا د مرکزي استخباراتو سي آی ای مشر مایک پمپئو چې د پنجشنبې په ورځ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر شو، د شمالي کوریا مرکز پیونگ یانگ ته تللی و او د هغه هیواد له مشر سره یې لیدلی دي.

XS
SM
MD
LG