د لاس رسي وړ اتصالات

ناڅرګندو کسانو پکتیا کې خبریال نادر شاه صاحبزاده وژلی


وژل شوی خبریال نادر شاه صاحبزاده
وژل شوی خبریال نادر شاه صاحبزاده

د پکتیا په ګردېز کې د يوې سيمه ييزې راډيو خبريال نادرشاه صاحبزاده ناپېژاندو وسله والو وژلی دی.

نوموړی پرون ماښام لادرکه شوی و چې مړی یې نن شنبه د «چنګاښ پر۲۲مه» په ګردېز کې د دوی کور ته نږدې موندل شوی دی.

د «صدای ګردېز» راډيو د خپرونو مسؤل مدير امين الله اميري وايي، چې نادرشاه صاحبزاده د يو کال راهيسې په «صدای ګردېز» راډيو کې تفريحي او ادبي خپرونې چلولې او له چا سره يې شخصي دښمني نه لرله.

د امين الله اميري په وينا، طبي څېړنو ښودلې چې نادرشاه په چړو وهل شوی او وژل شوی دی او پر جسد يې د سختې شکنجې نښې هم ښکاري.

د پکتيا د امنيې قوماندانۍ وياند سردارولي تبسم امريکاغږ ته د پېښې په تائيد سره وويل، چې پوليسو په دې تړاو څېړنې پيل کړي او د لامل او څرنګوالي په اړه به يې معلومات بیا له رسنيو سره شريک کړي.

تر اوسه کوم کس يا ډلې د دغه خبريال د وژنې مسؤليت پرغاړه نه دی اخيستی.

د یادونې وړ ده چې د نوموړي په ګډون د روان میلادي کال له پیل څخه تر دا مهاله اوه افغان خبریالان د ناڅرګندو کسانو لخوا وژل شوي دي.

تر دې مخکې له خبریالانو څخه د ملاتړ بنسټونو پر افغان حکومت غږ کړی چې د خبریالانو امنیت ته جدي پاملرنه وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې وسله والو طالبانو روانه میاشت یو شمېر افغان رسنیو ته خبرداری ورکړ که چیري د دوی پر ضد د اعلانونو له خپرولو ډډه ونه کړي هدف به یې وګرځوي.

XS
SM
MD
LG