د لاس رسي وړ اتصالات

هلمند او ارزګان کې د پولیو درې مثبتې پېښې ثبت شوي


د افغانستان په جنوبي ولایتونو کې نن یکشنبه د پوليو ۳ مثبتې پېښي ثبت شوې.

د پولیو دغه تازه پېښې دوې یې د هلمند په سنګین او واشېر ولسوالیو او یوه یې د ارزګان ولایت په چورې ولسوالۍ کې ثبت شوې ده.

د هلمند د عامې روغتیا رئیس ډاکټر عبدالاحد حازم د یکشنبې په ورځ د غبرګولې میاشتې پر لومړۍ نېټه اشنا راډیو ته وويل، چې د پولیو دغه مثبتې پېښې د لښکرګاه په شمال کې د واشېر او د سنګین ولسوالیو اړوند سیمو کې رامنځته شوي دي.

په ورته وخت کې د پوليو پرضد د مبارزې د ملي عملیاتي مرکز ویاند ډاکټر میرجان راسخ اشنا راډیو ته وويل چې د ګوزڼ نوې پېښې د زرګونو نورو ماشومانو روغتیا ته خطرناک پيغام لري.

نوموړي زیاته کړه:"په هلمند کې دواړه ګوزڼ وهلي ماشومان څه باندې پنځه کاله عمر لري او هلکان دي، عمده ستونزه داده چې په‌دغو سیمو کې د اوږدې مودې لپاره واکسین باندي بندیز وو او زیاتره ماشومان له واکسین څخه محروم پاته شوي."

بلي خواته د ارزګان د پوليو پروګرام مسؤل ډاکټر سیف الدین هم وايي، چې د دغه ولایت په چورې ولسوالۍ کې ګوزڼ وهلی ماشوم لس میاشتنۍ نجلۍ ده.

دی زیاته وي چې په چوره ولسوالۍ کې تېر میلادي کال ۸ میاشتې واکسین نه‌دی عملي شوی او په دې وروستیو کې هم د واکسین له عملي کېدو څخه هم ځيني ماشومان پاته شوي.

هغه وویل:"په چوره ولسوالۍ کې د ګوزڼ وهلې ماشومې انجلۍ کورنۍ په داسي ساحه کې اوسیږي چې دولتي حاکمیت پکښې نشته لومړی هلته د اوږدې مودې لپاره واکسین نه وو او اوس مسجد پر مسجد چې کمپاین ته اجازه ور کړل شوې هم زیاتره ماشومان ورڅخه پاته کیږي چې عمده علت يې همدا دی."

په ګوزڼ اخته ماشومان د هغو سیمو اوسیدونکې دي چې د دولت وسله والو مخالفین پکښې حضور لري.

د یادونې وړ ده چې د هلمند ولایت چارواکو تېره میاشت خبر ور کړ چې طالبانو د دغه ولایت په نوزاد او موسی کلا ولسوالیو کې د پولیو پر پلې کېدو بندیز لګولی دی.

دا په روان مېلادي کال کې په ارزګان ولایت کې د پولیو دوهمه مثبته پېښه ده چې رامنځته کیږي.

بلي خواته د پوليو ناروغۍ پرضد د مبارزې مرسته کوونکې بنسټونه په جنوبي ولایتونو کې د پوليو د نويو پېښو رامنځ ته کیدل د ماشومانو د روغتیا لپاره تر ټولو لوړ ګواښ ګڼي.

په افغانستان کې د یونسیف د پوليو د پروګرام ویاند سید کمال شاه امریکا غږ اشنا راډیو ته وويل چې د پوليو نوي پېښې د ډېري اندېښې وړ دي.

ده زیاته کړه"د کال په لومړیو کې هم په ارزګان ولایت کې د پوليو نوې پېښه وه او اوس دادی دوهمه پکښې ثبت شوه او هلمند دوې پېښي لري د ستونزې د حل یوازنۍ لار داده چې تر هر ماشوم پوري د واکسین ضد څاڅکي ورسول شي."

په روان میلادي کال کې په افغانستان کې د پوليو د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۶ ته ورسیدی چې ټولې يې په جنوبي ولایتونو کې دي.

په روان کال کې په کندهار ولایت کې هم د پولیو دوې مثبتې پېښې ثبت شوي وې.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG