د لاس رسي وړ اتصالات

ناروغ پرویز مشرف هیواد ته ستنیږي


په پاکستان کې چارواکي هیواد ته د پوځ د پخواني لوی درستیز او دیکتاتور پرویز مشرف د بیرته تګ لپاره ترتیبات نیسي.

د حکومت یو جګپوړي چارواکي امریکا غږ ته دوشنبه جون ۱۳ (غبرګولي۲۳) ویلي چې مشرف به په هوایي امبولانس کې د دوبۍ څخه پاکستان ته ولیږدول شي.

جنرال پرویز مشرف چې روغتیایي وضعیت یې ښه ندی او پخپله خوښه یې ځان جلا وطن کړی، د خپلې کورنۍ او ډاکټرانو په سلا مشورې هیواد ته ستنیږي.

سره لدې چې دې حکومتي سرچینې د مشرف د بیرته ستنیدو نیټه او وخت په ډاګه نکړ خو دومره یې وویل چې د پاکستان قوي پوځي اداره د پخواني لوی درستیز د بیرته ستنیدو د پریکړې ټینګ ملاتړ کوي.

دغه پخوانی ۷۹ کلن جنرال د کافي ډیر وخت راهیسې په عربي متحده اماراتو کې په ناروغ وضعیت کې پروت دی.

د مشرف کورنۍ هم تیره اوونۍ ویلي چې د هغه روغتیایي وضعیت پیچلی شوی او درې اوونۍ په روغتون کې بستر و. دا پخوانی دیکتارو د امیلو یډوز په ناروغۍ اخته دی چې د انسان په وجود کې زړه، بډوډی او ځګر له منځه وړي.

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه آصف چې د مشرف یو سر سخت منتقد دی د شنبې په ورځ یې وویل چې د "هغه (مشرف) ناجوړتیا ته په کتو هیواد ته د بیرته ستنیدو لپاره باید هیڅ خنډ نه وي".

خواجه آضف په ټویټر کې لیکلي، "پخوانۍ پیښې باید پرې نښودل شي چې د لارې خنډ شي. الله ج دې هغه سره په روغتیا کې مرسته وکړي چې وکړی شي خپل پاتې ژوند په عزت تیر کړي".

سره لدې چې د مشرف کورنۍ په مطبوعاتو کې خپاره شوي راپورونه چې پکې ویل شوي و، مشرف ته د سا اخیستلو مصنوعي آله لګول شوې خو دا یې تائید کړې چې هغه د ناروغۍ "داسې یو سخت پړاو ته رسیدلی چې غړیو یې کار پریښی او رغیدل نا ممکنه دي"

دې پخواني دیکتاتور ته په ۲۰۱۶ کال کې په ضمانت اجازه ورکړل شوه چې عربي متحده اماراتو ته د درملنې لپاره ولاړ شي خو د هماغې نیټې راپدیخوا یې پخپلې خوښې ځان جلا وطن کړی.

په مشرف د خیانت تور دی او اماراتو ته تر روانیدو مخکې د همدې تور له کبله محاکمه کیده.

دې پخواني دیکتاتور په ۱۹۹۹ کال د نواز شریف د حکومت پر ضد نظامي کودتا وکړله او وروسته یې خپل ځان جمهور رئیس اعلان کړ خو د هغه سیاسي متحدینو د ۲۰۰۸ کال عمومي انتخابات وبایلل او مشرف اړ کړل شو چې د محاکمه کیدو څخه د بچ کیدو په خاطر باید د جمهور رئیس په توګه واک پریږدي.

په پرویز مشرف د خیانت تور ځکه لګیدلی چې هغه په ۲۰۰۷ کال کې په واک کې د پاتې کیدو په خاطر د پاکستان اساسي قانون وځنډاوه او په هیواد کې یې اضطراري حالت اعلان کړ. مشرف همدرانګه د پاکستان څو تنه جګپوړي قاضیان په کورونو کې نظر بند کړل.

سره لدې چې په لومړي سر کې یوې محکمې دې پخواني نظامي دیکتاتور ته د مرګ سزا ورکړې وه خو وروسته یوې بلې عالي محکمې په ۲۰۲۰ کال کې د هغه پر ضد قانوني بهیر د اساسي قانون خلاف وبوله او د مرګ سزا یې هم باطله کړله.

جنرال پرویز مشرف په ۲۰۰۱ کال کې وروسته تر هغه نړیوال مشروعیت چې سخته اړتیا یې ورته درلوده، تر لاسه کړ کله چې هغه په متحده ایالاتو د سپټمبر د ۱۱ مې نیټې ترهګریزو بریدونو څخه وروسته په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ د ترهګرۍ ضد جګړې کې ملګرتیا وکړله.

پاکستان امریکایي او نورو ائتلافي ځواکونو ته اجازه ورکړله چې په افغانستان د بریدونو لپاره د دې هیواد د هوا او ځمکې او نظامي اډو څخه کار واخلي.

XS
SM
MD
LG