د لاس رسي وړ اتصالات

څېړونکي: پاکستان د طالبانو حکومت لومړی خواخوږی او ګیله من هېواد دی


لوړپوړی پاکستاني پلاوی په فبرورۍ کې کابل ته تللی و.
لوړپوړی پاکستاني پلاوی په فبرورۍ کې کابل ته تللی و.

د ۲۰۲۱ په اګست کې د کابل تر سقوط وروسته په سیمه او نړۍ کې پاکستان یوازينی هیواد و چې چارواکو او سیاستوالو یې په افغانستان کې د طالبانو پر بیاواکمنېدو خوښي څرګنده کړه او د پخواني ولسمشر اشرف غني د حکومت په پرتله یې د طالبانو حکومت د اسلام اباد په ګټه وباله.

پاکستاني واکمنان د ښاغلي غني د حکومت او هند تر منځ په نږدیو اړیکو ناخوښه و او افغان واکمنان یې په دې تورنول چې اجازه ورکوي خاوره یې د پاکستان پر ضد وکارول شي او د پاکستاني طالبانو سربېره د بلوچستان په ایالت کې د بلوڅ بیلتون پالې وسلوالې ډلې سره همکاري کوي.

د کابل تر سقوط وړاندې لا د پاکستان د هغه وخت صدراعظم عمران خان په خپلو ویناو کې څرګنده کړې وه چې په افغانستان کې به نوی حکومت راځي او جنګ به ختمېږي. هغه وخت افغان حکومت د صدراعظم عمران خان په دې څرګندونو احتجاج هم کړی و. خو کله چې په ۲۰۲۱ کال کې طالبانو د کابل کنټرول ترلاسه کړ، په پاکستان کې یو شمېر سیاستوالو د طالبانو په بر خوښي څرګنده کړه.

د پاکستان د اوسني دفاع وزیر خواجه اصف دغه بیان خو بېخي ډېر لاس په لاس شو، چې پکښې نوموړي د ملا عبدالغني برادر او مایک پمپیو د دوحې تړون له عکس سره لیکلي و چې "طاقتونه له تاسو سره دي او خدای له موږ سره دی."

خو اوس تر یو نیم کال تېرېدو وروسته، ښايي پاکستان په سیمه کې يوازینی هیواد وي، چې تر ټولو زیات د طالبانو له حکومت څخه سر ټکوي او تور پورې کوي، چې د افغانستان له خاورې څخه پر پاکستان باندې د پاکستاني طالبانو (ټي ټي پي) په بریدونو کې زیاتوالی راغلی دی.

په فبرورۍ کې یو پاکستانی پلاوی د دفاع وزیر خواجه اصف په مشرۍ کابل ته تللی و، چې د سرچینو په خبره، د کابل واکمنو ته يې همدا ګیلې ور وړې وې.

په پېښور کې مېشت پاکستانی خبریال علي اکبر وايي، پاکستان په تېرو دوو لسیزو کې د افغان طالبانو ملاتړ ځکه کاوه، چې د دوی دواړو ګډ دښمن، امریکا، په افغانستان کې و او پاکستان دا هیله لرله چې کله طالبان بیا واکمن شي، نو د پاکستان خبرې به په افغانستان کې د بل حکومت په پرتله ډېرې منل کېږي.

پاکستاني طالبان

له افغان طالبانو څخه د پاکستان لومړنۍ غوښتنه دا وه چې په افغانستان کې د ټي‌ ټي پي پر ضد ګامونه پورته کړي، خو د پاکستان دا غوښتنه ونه منل شوه.

په اسلام اباد تل دا نیوکه کېږي چې افغانستان يې کله هم د یوه خپلواک هیواد په حیث نه دی قبول کړی. پښتون سیاستوال او د پاکستان پخوانی سناتور، افراسیاب خټک همدې ته په اشارې سره وايي، چې پاکستان اوس هم د تېر په څېر افغانستان یو خپلواک هیواد نه دی منلی.

له دې سره چې د طالبانو حکومت په ستراتیژیکه توګه اوس هم له پاکستان سره مضبوطې اړیکې لري، خو ښاغلی خټک زیاتوي، بیاهم د طالبانو حکومت او پاکستان ترمنځ مشکلات پيدا شوي دي.

هغه وویل: "ددې لویه وجه دا ده چې پاکستان تل د افغانستان په ریاست یا دولت باندې ګوزار کړی دی، دا چې اوس طالبان واکمن دي، دا بیله خبره ده چې هغوی ددې مستحق دي که نه،‌ خو چې اوس په هغه ځای ناست دي‌ او چې د پاکستان رویه د هغوی خواته ګوري، نو په هغوی کې هم عکسلعمل پیدا شوی دی."

د یونیم کال په کمه موده کې دا ګیلې په څه پیل شوې؟ د چارو اکثره کارپوهان یې عمده لامل د ټي پي پي او پاکستاني د حکومت ترمنځ د سولې د مذاکراتو ناکامي بولي. پاکستاني طالبانو تېر کال له اسلام اباد سره د مذاکراتو له ناکامېدو وروسته په پاکستان کې خپل وسله وال بریدونه بیا پیل کړل.

د پاکستان پخوانی ډيپلوماټ ایاز وزیر وايي له ټي ټي‌ پي‌ سره سره داعش وسلواله ډله هم په افغانستان کې پټنځایونه لري او له هغه ځایه په پاکستان کې بریدونه پلانوي.

په کابل کې د طالبانو حکومت د پاکستان دغه تورونه ناسم بولي او بیا بیا وايي، د دوی تر راتګ وروسته هیڅ یوې وسلوالې ډلې هم د افغانستان خاوره د کوم ګاونډي هېواد پر ضد نه ده کارولې او زیاتوي، په راتلونکې کې به هم چاته ددې اجازه ورنه کړي.

د پاکستان پر افغان تګلارې له څه مودې راهیسې نیوکې کېږي. ډېری نیوکه کوي چې دغه تګلاره دموکرات حکومتونه نه، بلکې مخامخ يې پوځ جوړوي. سیاستوال افراسیاب خټک وايي، له دې سره چې اوس په پاکستان کې یو شمېر روڼ اندي سیاستوال د افغانستان په هکله د اسلام اباد تګلاره ناسمه بولي، خو زیاتوي، پوځ يې اوس هم نه مني، چې د دوی تګلاره ناسمه وه.

ښاغلي خټک وویل: "پوځ اوس هم وايي، چې دوی دلته طالبانو ته پټنځایونه نه و ورکړي، چې دا د اوښانو په بډه کول دي."

ښاغلی خټک زیاتوي، چې د پاکستان افغان تګلارې ته "د ۱۸۰ درجې بدلون ضرورت دی"، ځکه چې دده په خبره، دغه "تګلاره يې اوس بندې کوڅې ته ننوتې ده."

اړوند

XS
SM
MD
LG