د لاس رسي وړ اتصالات

مایک پنس: د سولې په خبرو کې د افغان حکومت ګډون ته هیله من یو


د مونشن د امنیتي کنفرانس په ترڅ کې د جمهور رئیس غني او د امریکا د مرستیال جمهور رئیس پنس کتنه
د مونشن د امنیتي کنفرانس په ترڅ کې د جمهور رئیس غني او د امریکا د مرستیال جمهور رئیس پنس کتنه

د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني د مونیخ د امنیتي کنفرانس په څنډه کې د شنبې په ورځ (فبروري ۱۷) د امریکا د جمهور رئیس له مرستیال مایک پنس سره د افغانستان د سولې په اړه خبرې وکړې.

مایک پنس هیله څرګنده کړه چې له طالبانو سره د امریکا له خوا د سولې په خبرو کې د افغانستان حکومت هم ګډون وکړي.

ښاغلي پنس وویل هیله من یو چې د خبرو اترو له لاري د افغانستان د سولې شاهد واوسو.

د امریکا د جمهور رئیس مرستیال زیاته کړه "دا مهمه ده چي ټول اړخونه ډاډمن شي څو افغانستان یو وار بیا د ترهګرو او سخت دریځو سازمانونو له خوا ونه کارول شي او له هغه ځایه پخپله افغانستان، سیمې، نړۍ او امریکا ته تهدید متوجه نشي."

افغان جمهور رئیس په دې لیدنه کې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو له قربانیو مننه وکړه او زیاته یې کړه چې د جنوبي اسیا لپاره د امریکا د نوې ستراتیژۍ په اعلان سره له ترهګرۍ سره د جګړې مشري افغان ځواکونو اخیستی دی.

ښاغلي غني وایي هیله من دی چې له پاکستان، تروریستي ډلو او نشه يي توکو قاچاق وړونکو سره د طالبانو اړیکې پوره روښانه شي.

په دې لیدنه کې د افغان ولسمشر او د امریکا د ولسمشر د مرستیال ترمنځ د انتخاباتي اصلاحاتو په اړه هم بحث وشو.

په پای کې ښاغلي پنس له ترهګرۍ سره د مبارزې په کار کې د افغان حکومت او د افغان ملي امنیتي ځواکونو هڅې وستایلې.

XS
SM
MD
LG