د لاس رسي وړ اتصالات

شهیدي: سري لانکا سره لوبې مو د نړیوال کپ سیالیو ته ښه چمتوالی دی


حشمت الله شهیدي د افغانستان د کرکټ د یوې ورځنیو لوبو کپتان
حشمت الله شهیدي د افغانستان د کرکټ د یوې ورځنیو لوبو کپتان

د افغانستان او سري لانکا ترمنځ د کرکټ د دریو لوبو لړۍ د جمعې په ورځ جون دویمه (جوزا ۱۲) د سري لانکا د «هامبانتوتا» په لوبغالي کې په ځايي وخت د سهار په شاوخوا نهه بجې پیلېږي.

دویمه او درېیمه لوبه یې د جون په څلورمه او اوومې دي. د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې کپتان حشمت الله شهیدي تر لوبې یوه ورځ مخکې په خبري کنفرانس کې هیله وښوده چې افغان لوبغاړي به په دغو سیالیو کې ښه وځلېږي.

څو میاشتې وروسته په هند کې د نړیوال کپ سیالۍ پيلېږي چې افغانستان هم په کې دی. کپتان شهیدي وویل چې له سري لانکا سره لوبې نړیوال کپ ته ښه چمتوالی دی.

هغه وویل: «د سري لانکا او هند موسم [اب او هوا] یو ډول دی. له سري لانکا سره لوبې به زموږ لپاره ښه چمتوالی او د لوبډلې د ترکیب لپاره ښه فرصت وي.»

د افغانستان کرکټ بورډ په خپل رسمي فیسبوک کې د حشمت شهیدي د کنفرانس ویدیو خپره کړې ده. افغانستان د ۲۰۲۳کال نړیوال کپ ته لار موندلې ده او سري لانکا باید د غوراوي په دویم پړاو کې ولوبېږي.

د غوراوي په دغه پړاو کې د سري لانکا، ویسټ انډیز، زمبابوې او ایرلنډ په ګډون لس هېوادونه دي چې د سر دوه لوبډلې به یې د ۲۰۲۳ نړیوال کپ سیالیو ته لار کوي. دا لوبې د جون په اتلسمه په زمبابوې کې پیلیږي.

افغانستان له سري لانکا سره داسې مهال د دریو لوبو لړۍ پیلوي، چې مشهور ستوری راشد خان یې د ملا د درد له کبله په لومړیو لوبو کې نشته. حشمت شهیدي وویل چې «د راشد خان تشه به احساسوي او هیله ده چې ژر» ورغېږي. هغه وویل چې راشد خان ته یې ځکه په محتاطانه ډول د ارام سپارښتنه کړې، چې د اسیا او نړیوال کپ سیالیو ته ښه برابر وي.

حشمت الله شهیدي دا خبره هم وکړه چې د راشد خان په غیابت کې به بل نوي‌ ځوان ته دا فرصت برابر شي چې لوبې وکړي او خپل استعداد وښيي.

د افغانستان د کرکټ لوبغاړي له شاوخوا دوو اونیو راهېسې په سري لانکا کې وو او د دغو لوبو لپاره یې تمرینونه وکړل. سري لانکا هم دغو سیالیو ته د ۱۶ لوبغاړو نومونه اعلان کړي دي. د هغوی مشهور بالر هسرانګا هم په پښې کې د درد له کبله په دغې لوبې کې نشته.

XS
SM
MD
LG