د لاس رسي وړ اتصالات

فراه کې ځینې کورنۍ ماشومانو ته د ګوزڼ واکسین له کولو 'ډډه' کوي


فراه کې د ۲۰۲۲ کال د جنورۍ میاشتې د پولیو کمپاین
فراه کې د ۲۰۲۲ کال د جنورۍ میاشتې د پولیو کمپاین

فراه کې واکسیناتوران وايي د ګوزڼ واکسین په وړاندې ناسم باورونه د دې لامل شوي چې یو شمېر کورنۍ خپلو ماشومانو ته د واکسین له ورکولو ډډه وکړي او پدې توګه د ناروغۍ د خپرېدو لامل شي.

د فراه یو شمېر واکسیناتوران‌ چې د کور په کور او ګرځنده کمپاین په برخه کې اوږده مخینه لري وايي چې لا هم په یاد ولایت کې ډیرې داسې کورنۍ شته چې د ناسمو باورونو له مخې د خپلو ماشومانو د واکسین لپاره لیوالتیا نلري.

د دوی په وینا کوم دلیلونه چې کورنۍ د دا ډول دریځ د غوره کولو په تړاو وړاندې کوي، هیڅ راز علمې او روغتیایي بنسټ نلري.

په فراه ولایت کې یو واکسیناتور عبدالشکور امریکا غږ ته وویل: " موږ هره ورځ په سړه هوا کې د سهار له اووه بجو څخه د ماسپښین تر یوې بجې پورې په لارو کې ولاړ یو او ماشومان واکسین کوو".

ښاغلي شکور زیاته کړه، یو شمېر کسان د دوی د ټینګار سره سره د خپلو ماشومانو له واکسینولو څخه ډډه کوي، آن تر دې حده چې د منفې او سپکو الفاظو په کارولو سره د واکسیناتورانو په وړاندې غبرګون ښکاره کوي.

په ورته مهال، د فراه فعالین وايي چې د ګوزڼ واکسین په وړاندې ناسم باورونه ټولنیزې ریښې لري او تر ټولو عمده لامل ېې علمي او روغتیايي معلوماتو ته نه لاسرسی دی.

دوی له روغتیایي چارواکو غواړي چې د دا ډول ناسمو باورونو د له منځه وړلو لپاره باید د عامه پوهاوي هڅې لازیاتې ګړندۍ شي.

د فراه ولایت یو تن ټولنیز فعال، عبدالرؤف اعتمادي وایي چې د کورنیو له لوري د ماشومانو د نه واکسین کولو تر ټولو لوی لاملونه بې سوادي او د منفي‌ تبلیغاتو ناوره اغیزې دي، چې د له منځه وړلو لپاره ېې عامه پوهاوی اړین دی.

بل لوري ته، د فراه د عامې‌ روغتیا ریاست د کتلوي معافیت آمر، واحد خان وحیدي د دا ډول ناسمو باورونو او منفي تبلیغاتو د له منځه وړلو لپاره د ټولنې له ټولو غړو په ځانګړي‌ ډول له دیني عالمانو څخه د مرستې او همکارۍ غوښتنه کوي.

ښاغلي وحیدي امریکا غږ ته وویل: " د ګوزن ناروغۍ او د واکسین د ګټو په اړه تقریباً د ټولنې د زیاتو قشرونو د پوهاوي کچه ټیټه ده، ځکه کله نا کله د منفي او بې اساسه پیغامونو د خپرولو له لاری د خلکو ذهنیتونه خرابوي."

نوموړی له دیني عالمانو غواړي چې د عامه پوهاوي په پروګرامونو کې،‌ په ځانګړي دول د ګوزڼ ضد کمپاینونو د تطبیق په برخه کې له دوی سره همکاري وکړي، تر څو ماشومان له تل پاتې معلولیت څخه وژغورل شي.

دا په داسې حال کې ده چې د ناسمو باورونو د شتون تر څنګ د یو شمېر نورو ننګونو له امله د فراه د لرې پرتو سیمو ډیری ماشومان د پولیو ضد واکسین له څاڅکو څخه محروم شوي.

XS
SM
MD
LG