د لاس رسي وړ اتصالات

روسیه د امریکا د ٢٠٢٠ کال انتخاباتو کې د مداخلې نیت لري- اف بي آی


د امریکا د فیډرالي ادارې (FBI) مشر کرسټوفر وری وایي چې روسیه دیته ژمنه ده چې د امریکا د ٢٠٢٠ په انتخاباتو کې لاسوهنه وکړي

د امریکا د فیډرالي تحقیقاتي ادارې مشر ښاغلي کرسټوفر وری د سنا قضایي کمیټې ته وویل چې د بندیزونو او د وړاندیزونو باوجود روسیه د امریکا د ٢٠٢٠ کال د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د لاسوهنې نیت لري.

ښاغلي کرسټوفر وری وویل: "روسیه بیخي دا نیت لري چې زمونږ په انتخاباتو کې د مداخلې کوښښ وکړي."

د یادونې وړ ده چې د فیډرالي تحقیقاتي ادارې مشر کرسټوفر وری د امریکا د ٢٠١٦ کال په انتخاباتو کې د مداخلې په اړه د ځانگړي تحقیقاتي کمیسیون د مشر رابرټ ملر په کانگرس کې د ولس وړاندې د شاهدۍ د ورکولو نه یوه ورځ مخکې دغه خبرې کړیدي.

د سنا د کمیټې مشر، جمهوري غوښتونکي لنډسی گراهم په دغه موخه وپوښتل: "ایا تر اوسه پورې چې مونږ د روسېې خلاف څه هم اقدامات کړیدي، هغې پوره نه و چې روسیه د خپلو فعالیتونو نه منع کړي. ټول بندیزونه او خبرې، چې اوس هم دا کار کوي؟"

وری ښاغلي گراهم ته په ځواب کې وویل چې: "زما په فکر تر څو هغوي ودریدلي نه وي نو مونږ دا نه شو ویلی چې زمونږ اقدامات پوره و."

د یادونې وړ ده چې امریکا د روسېې په حکومت او پوځ ځینې بندیزونه لگولي دي او ښیي چې اوس د نوي بندیزونو لگولو لپاره هم په کانگرس کې خبرې و‍شي.

ښاغلي وری وویل چې هغوي د روسیې د لاسوهنې د مخنیوي لپاره اړ اقدامات کوي.

XS
SM
MD
LG