د لاس رسي وړ اتصالات

روسیې د ملګرو ملتونو نړیوالې محکمې ته ویلي د کاخوفکا بند اوکراین نړولی 


د هالنډ په هاګ کې د ملګرو ملتونو د عدالت نړیواله محکمه
د هالنډ په هاګ کې د ملګرو ملتونو د عدالت نړیواله محکمه

روسیې د پنجشنبې په ورځ جون اتمه (غبرګولي ۱۸) د ملګرو ملتونو د عدالت نړیوالي محکمې کې اوکراین تورن کړ چې د کاخوفکا بند یې په توپونو ویشتلی او ویجاړ کړی دی. روسیې ادعا کړې چې کیف د نیو-نازیانو له خوا رهبري کیږي – دا هغه ادعا ده چې مسکو یې پر اوکراین د خپل برید د توجیه کولو لپاره کاروي.

د عدالت نړیوالې محکمې (ICJ) قاضیانو ته مسکو دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې روسیه د اوکراین له لورې لګول شوي پراخ تورونه ردوي چې ګواکې روسیې له ۲۰۱۴ کال راهیسې د اوکراین په ختیځ کې د بېلتون غوښتونکو په ملاتړ سره د ترهګرۍ اړوند قوانینو څخه سرغړونه کړې ده.

روسي دپلومات الکساندر شولګین په هاګ کې دغې محکمې ته وویل: "اوکراین اعلان کړی چې روسیې د نووا کاخوفکا لوی بند الوځولی دی. په حقیقت کې دا کار اوکراین کړی دی."

شولګین وویل، "د کیف رژیم نه یوازې د جون په شپږمه شپه پر بند پراخ توپچي بریدونه پیل کړل، بلکې په قصدي توګه یې د کاخوفکا د ذخیرې د اوبو سطحه هم خطرناکې کچې ته لوړه کړه" او مخکې له مخکې یې د اوبو د بریښنا بند دروازې پرانیستې وې.

خو په هالنډ کې د روسیې سفیر شولګین د هاګ محکمې ته د خپلو ادعاو د تائید لپاره هیڅ شواهد وړاندې نه کړل.

دا پداسې حال کې دي چې کیف روسیه تورنوي چې د اوکراین په سویل کې د روسیې تر ولکې لاندې د کاخوفکا بند یې چولی دی له امله یې لوی سیلابونه راوتلي دي.

اوکراین د سه شنبې په ورځ د عدالت نړیوالې محکمې (ICJ) ته خپل رسمي دلیلونه په هغه قضیه کې ورزیات کړل چې لومړی یې په ۲۰۱۷ کې ثبت کړې وه.

اوکراین روسیه یو "ترهګریز دولت" وباله او وویل چې په ختیځ اوکراین کې د یاغیانو ملاتړ د ۲۰۲۲ په فبروري کې د مسکو د بشپړ یرغل مخکینۍ نښه وه.

د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین لخوا د تیر کال د برید د توجیه کولو په هڅه کې د تورونو په تکرارولو سره، په هالنډ کې د روسیې سفیر شولګین وویل چې کیف "هیڅ اخلاقي اختیار" نه لري او پخپله د ختیځ اوکراین په خلکو ظلم کوي.

شولګین وویل، «دا رژیم په ۲۰۱۴ کال کې د یوې تاوتریخوالي ډکې کودتا په پایله کې د ملتپالو په زور واک ته ورسید چې په دوهمه نړیواله جګړه کې د نازي همکارانو د نسل اولادونه وو.»

د روسیې دغه ادعاوې د اوکراین د حکومت او د دغه هېواد د یهودي ټولنې له خوا په کلکه رد شوې دي.

د یادونې وړ ده چې د عدالت نړیوالې محکمې (ICJ) لخوا پریکړه، چې د دویمې نړیوالې جګړې وروسته د ملګرو ملتونو د غړو هیوادونو ترمنځ د شخړو د حل لپاره رامنځته شوې، ښایي میاشتې او یا هم کلونه ونیسي.

بلخوا د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د چهارشنبې په ورځ جون اومه (غبرګولي ۱۷) له خپلو روسي او اوکرایني سیالانو سره ټیلیفوني خبرې وکړې او د کاخوفکا د بند د ویجاړیدو د څیړلو لپاره یې د یو نړیوال کمیسیون د جوړولو غوښتنه وکړه.

اردوغان د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي سره له ټیلیفوني خبرو وروسته وویل چې: "کیدای شي د چاودنې د دقیقې څېړنې لپاره په جګړه کې د ښکیلو اړخونو، ملګرو ملتونو او د ترکیې په ګډون د نړیوالې ټولنې د کارپوهانو یو کمېسیون جوړ شي. "

ښاغلي اردوغان د روسيې له ولسمشر ولاديمير پوتين سره په جلا ټليفوني خبرو کې هم همدا وړانديز وکړ او وويل چې ترکيه دې دندې ته چمتو ده. اردوغان د پوتین سره په خبرو کې وویل: "هر اړخیزې پلټنې باید په داسې ډول ترسره شي چې د کاخوفکا په بند کې د چاودنې په اړه د شک لپاره هیڅ ځای پاته نشي. "

د کاخوفکا د بند ویجاړیدو د زرګونو کورونو تر اوبو لاندې کیدو سربیره د زاپوریژیا اټومي بټۍ د خوندیتوب په هکله هم ویره رامینځته کړې. دا بند د دنیپرو سیند پرسر جوړ شوی او د دې سیند اوبه هغو زیرمو ته بهیږي چې د زاپوریژیا اټومي بټۍ د سړېدو لپاره کارول کیږي.

XS
SM
MD
LG