د لاس رسي وړ اتصالات

بریتانیا: روسیه اروپا تر دوهمې نړیوالې جګړې هم بد کړکیچ ته بیایي


د بریتانیا صدراعظم وايي، روسیه اروپا د دویمې نړیوالې جګړې په پرتله د خورا بد کړکېچ پر لوري بیایي. هغه خبرداری ورکړ چې که روسیه پر اوکراین برید وکړي، مسکو به نور د نړۍ په اقتصادي بازار کې ځای ونلري.

وروسته له هغه چې د اوکراین په ختیځ کې په یو برید کې د دوو اوکرایني پوځیانو د وژل کېدو خبر خپور شو، د برتانیا صدراعظم بوریس جانسن له بي بي سي سره په مرکه کې وویل چې ټولې نښې نښانې ښيي چې پر اوکراین د روسیې د برید پلان په یو ډول پیل شوی دی.

هغه د امريکا د ولسمشر جوبايډن له خوا لويديځو مشرانو ته د ورکړل شويو استخباراتي معلوماتو پر بنسټ، زياته کړه چې روسيه غواړي نه يوازې په ختيځ کې د بېلتون غوښتونکو تر واک لاندې سيمو، بلکې له بېلاروس څخه شمال ته هم د کيف د محاصرې لپاره پوځيان ولېږي.

د بريتانيا صدراعظم زياته کړه چې پر اوکراين يرغل ښايي له ١٩٤٥ کال وروسته په ټوله اروپا کې تر ټولو ستره جګړه وي.

په همدې حال کې د برتانیا د بهرنیو چارو وزیرې لیز تریس ویلي دي چې مسکو ښایي له اوکراین وروسته د روسیې سره د بالتیک هیوادونو او لوېدیځ بالکان د یوځای کولو لپاره هڅه وکړي.

د یرغل د مخنیوي هڅه کوي

د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون نن د فبرورۍ په ۲۰مه پر اوکراین د مسکو د برید مخنیوي په مقصد د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره ټلیفوني خبرې وکړې.

دغه ۱۰۵ دقیقې تلیفوني خبرې مسکو ته د ښاغلي مکرون له سفر دوه اونۍ وروسته وشوې؛ هغه سفر چې ښاغلي مکرون په کې هڅه وکړه چې ښاغلی پوتین دې ته وهڅوي چې د اوکراین پولې ته سرتیري ونه لیږي.

د فرانسې ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي، د روسیې له ولسمشر سره تر خبرو وروسته ښاغلي مکرون د اوکراین له ولسمشر سره هم ټیلیفوني خبرې وکړې. د دغو خبرو جزیات لا نه دي خپاره شوي.

دا پداسې حال کې دي چې پرون د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي د فرانسې ولسمشر ته وویل چې د روسیې پارونکو فعالیتونو ته به ځواب ورنه کړي او لا هم له مسکو سره خبرو ته چمتو دی.

د اوکراین ولسمشر د مونشن په امنیتي غونډه کې له لویدیځو هېوادونو وغوښتل چې له پوتین سره د روغې جوړې پالیسي پای ته ورسوي.

نوموړي پر امریکا او لویدیځو هېوادونو نیوکه وکړه چې پر روسیې یې نوي بندیزونه نه دي لګولي. ښاغلي زیلینسکي د شمالي اتلانتیک په تړون کې د اوکراین د نه شمولیت مسله تر پوښتنې لاندې ونیوله.

د اوکراین په ختیځ کې شخړې

پرون په هغو سیمو کې چې د روس پلوه بېلتون غوښتونکو تر کنټرول لاندې دي، راکټي بریدونه زیات شول؛ هغه ځای چي په زرګونو ولسي وګړو خپل کورونه پريښي او روسيې ته انتقال شوي دي.

د بېلتون غوښتونکو مشران او اوکرایني چارواکي یو بل د راکټونو په ویشتلو تورن کړي دي. د اوکراین پوځ ویلي چې په دې بریدونو کې دوه پوځیان وژل شوي دي.

په همدې حال کې روسیې ادعا کړې چې د اوکراین د حکومتي ځواکونو له خوا دوه توغول شوي توغندي د دوی پر خاوره لګېدلي، خو کییف دا ادعا بې اساسه بللې ده.

اوسنې اندیښنې تر ډیره د اوکراین په ختیځ باندې متمرکزې دي؛ چیرته چې اوکرایني ځواکونه له ۲۰۱۴ کال راهیسې له بیلتون غوښتونکو سره په جګړه بوخت دي او لږ تر لږه ۱۴ زره کسان پدغو شخړو کې وژل شوي دي.

په بیلاروس کې د پوځي تمرینونو دوام

د بیلاروس د دفاع وزارت ویلي دي چې په اوکراین کې د کړکیچ د زیاتیدو له امله به د روسیې سره ګډ پوځي تمرینات دوام وکړي.

روسیې پرون ددې هیواد د ستراتیژیکو اتومي تمرینونو په ترڅ کې یو توغندی وازمایه چې د اټومي سرګلولې د لېږدولو وړتیا لري. ټاکل شوې وه دغه تمرینونه نن پای ته ورسېږي.

واشنګټن مخکې ویلي وو چې کریملین بیلاروس ته شاوخوا ۳۰ زره سرتیري استولي چې په پوځي تمریناتو کې برخه واخلي.

د لوېدیځ او روسیې ترمنځ کړکېچ وروسته له هغه زیات شو چې ناټو او امریکا د روسیې هغه امنیتي وړاندیز رد کړل چې وایي اوکراین باید د ناټو په غړیتوب ونه منل شي، ختیځې اروپا ته تجهیزات او سرتېري ونه لیږل شي او د پخواني شوروي اتحاد په جمهوریتونو کې پوځي اډې باید جوړې نه شي.

لوېديځ وايي روسيه غواړي پر اوکراين يرغل وکړي، خو روسيې ويلي چې پر اوکراين د يرغل هېڅ پلان نه لري.

XS
SM
MD
LG