د لاس رسي وړ اتصالات

آیا ایران د ځمکې لاندې نوي اټومي تاسیسات جوړوي؟


د ملګرو ملتونو د سازمان اټومي اداره وایي په تیر اوړي کې د ایران د سنترفیوژ د مونتاژ د وروستۍ کارخانې د چاودیدو وروسته تهران اوس د ځمکې لاندې د یوې نوې کارخانې د جوړولو په حال کې دی.

د سپوږمکۍ په مرسته اخیستل شوي تصویرونه چې د چهارشنبې په ورځ اکتوبر ۲۸ (لړم ۷) خپاره شوي، ښيي چې ایران د نطنز په اټومي تاسیساتو کې ساختماني کارونه پیل کړي دي.

نطنز د ایران د څو اټومي تاسیساتو له ډلې څخه دی چې د نړیوالې اټومي ادارې له خوا څارل کیږي.

د روان کال د جولای میاشتې اور د اصفهان په ښار کې دغه اټومي تاسیساتو ته ډیر تاوان ورساوه او په لوړه کچه د یورانیمو د غني کولو سنترفیوژونو د پراختیا بهیر یې ورو کړ.

په سانفرانسیسکو کې میشتې ازمایشګاه کې د مصنوعي سپوږمکۍ تصویرونه ښیي چې ایران د اګست د میاشتې راهیسې د نطنز جنوب لور ته یو نوی سړک جوړ کړی دی.

همداشان د سپوږمکۍ د دوشنبې د ورځې تصویرونه ښیي چې یو ساحه د ساختماني وسایلو او تجهیزاتو نه پاکیږي.

د اټومي وسلو د نه پراخولو لپاره د جیمز مارتین د مرکز د میډلبري د څیړنو د انستیتوت څیړونکي وایي هغوی باور لري چې پدغه سیمه کې کیندنې روانې دي.

ددې مرکز یو متخصص جفري لوویس، چې د ایران اټومي پروګرام څیړي وویل: "دغه سړک همداشان د غرونو په لور غزیدلی نو پدې خاطر دا ممکن واقعیت اوسي چې هغوی د ودانۍ د کیندلو په حال کې دي چې مخه یې پرانستې ده او په غرونو کې یو تونل ولري یا ښایي هغوی غواړي هلته هغه (د سنترفیوژ دستګاوی) ښخې کړي."

په ملګرو ملتونو کې ایراني مقاماتو په دې اړه د نظر له څرګندولو ډډه کړې ده.

له دې دمخه د ایران د اټومي انرژۍ د سازمان رئیس علي اکبر صالحي، تیره میاشت د ایران دولتي تلویزیون ته ویلي وو چې د ځمکې پر سر تخریب شوي تاسیسات "د نطنز په شاوخوا کې د غرونو په زړه کې" په تاسیساتو بدل شوي دي.

ایران اوس یورانیم تر ۴.۵ فیصده درجې پورې غني کوي او د نړیوالې اټومي انرژۍ د وروستي رپوټ له مخې ایران په خپلو ذخیرو کې ۲۱۰۵ کیلوګرامه یورانیم لري. کارپوهان معمولاً وایي چې ۱۰۵۰ کیلوګرامه لږ غني شوي یورانیم کیدای شي بیا د ۹۰ فیصده خالصې سطحې په لرلو د اټومي وسلو لپاره غني کړای شي.

ایران په ۲۰۱۵ کې د نړۍ د پنځو سترو ځواکمنو هیوادونو جمع جرمني سره اټومي موافقه لاس لیک کړه چې له مخې یې دې هیواد د یورانیمو د غني کولو چارې راکمې کړې.

خو د امریکا جمهور رئیس دونالد ټرمپ په ۲۰۱۸ کې له دې تړون نه ووت او وویل چې دغه موافقه پر تهران باندې د اټومي وسلو د ترلاسه کولو لپاره پوره زور نه اچوي.

XS
SM
MD
LG