د لاس رسي وړ اتصالات

د ایران سپاه پاسداران: نښتو کې مو دویم جګپوړی پوځي هم ووژل شو


د ایران سپاه پاسداران د شنبې په ورځ اکټوبر لومړۍ (تلې نهمه) اعلان وکړ چې د هغوی یو بل جګپوړی نظامي هم د هغه هیواد په سهیل ختیځ کې د نښتو پرمهال وژل شوی دی.

د سپاه پاسدران په بیانیه کې ویل شوي، د استخباراتو افسر ډګروال حمید رضا هاشمي" له ترهګرو سره د جګړې پرمهال ټپي او بیا یې ژوند له لاسه ورکړ."

په دې سره د ایران د سیستان بلوچستان ایالت په مرکز زاهدان کې د جمعې په ورځ د پولیسو یوې پوستې ته نږدې د ډزو په تبادله کې د وژل شویو کسانو شمیر ۲۰ ته لوړ شو.

د ایران دولتي رسنۍ ویلي دي چې د وژل شویو په منځ کې د هغه ولایت د استخباراتو یو افسر ډګروال علي موسوي هم شامل دی.

تسنیم خبري آژانس د شنبې په ورځ اکتوبر لومړۍ نیته خبر ورکړ چې د جیش العدل په نامه سني ډلې د زاهدان د‌ پولیسو مرکز ته نږدې د برید مسولیت پر غاړه اخیستی دی.

جیش العدل جهادي ډله په وروستیو کلونو کې د ایران‌ په سیستان بلوچستان ایالت کې تر ټولو ډیره فعاله ډله ده. یادې ډلې څو سترې بمې چاودنې او برمته کونې ترسره کړي دي.

د سیستان بلوچستان والي حسین خیاباني د جمعې په ورځ سپټمبر ۳۰ د ایران دولتي ټلویزیون ته وویل چې په نښتو کې شاوخوا ۲۰ کسان ټپیان شوي هم دي.

هغه وویل:" څو زنجیره یي دوکانونه لوټ شول او اور ورته ورکړل شو او یو شمیر بانکونه او دولتي مراکز هم زیانمن شوي دي."

دغه ایراني پوځیان په داسې حال کې مړه او ټپیان کیږي چې د ۲۰۱۹ میلادي کال په فبروري میاشت کې هم د سپاه پاسداران ۲۹ پوځيان د هغوی پر موټر د ځانمرګي برید له امله وژل شوي وو.

د ایران سیستان بلوچستان ایالت چې له افغانستان او پاکستان سره پوله لري، د ایران له پوځ سره د قاچاق وړونکو جنایت کاره ډلو، اقلیتو بلوڅو جنګیایو او تندلارو سني ډلو د غړو د جګړو شاهد پاتې شوی دی.

ایران کې د حکومت ضد مظاهرو دوام

ایران په داسې حال کې د خپلو دوو افسرانو د وژل کیدو خبر ورکوي چې هغه هیواد له بل سرخوږي سره هم مخ دی. د سپپټمبر په ۱۶ نیټه په ایران کې د ۲۲ کلنې مهسا امنیتي تر وژل کیدو وروسته ایران د خلکو له پراخ غبرګون سره مخ شوی دی.

په ایران کې خلک د جمعې په ماښام په داسې حال کې د پنځلسمې پرله پسې شپې لپاره لاریونونو ته راووتل چې د بشري حقونو د څار ډلو په وینا د مظاهرو د ځپونکو اقداماتو له امله څه باندې ۸۰ کسان وژل شوي دي.

له ایران څخه بهر هم د ایران له مظاهرو څخه ملاتړ دوام لري. د شنبې په ورځ اکټوبر لومړۍ نیټه، د نړۍ په بیلابیلو برخو کې ګڼ شمیر ایرانیانو او د هغوی پلویانو د ایران له مظاهرو څخه د ملاتړ په هدف لاریونونه وکړل.

XS
SM
MD
LG