په کابل کې د طالبانو حکومت وايي، د قزاقستان په وروستیو ناارامیو کې د افغانستان د مداخلې ادعا حقیقت نلري.
په تیره جنورۍ میاشت کې په قزاقستان کې د تېلو بیو د لوړېدو په غبرګون کې پراخ لاریونونه رامنځته شول. یاد لاریونونه چې څو ورځې دوام وکړ وروسته په تاوتریخوالي واوښتل.
د راپورونو له مخې د لاریون کوونکو او امنیتي سرتیرو ترمنځ د اخ و ډب له امله نژدې ۲۰۰کسان ووژل شول چې مظاهره کوونکي او پولیس پکې شامل و.
دا اعتراضونه ددې سبب شول چې د روسیې په مشرۍ د ډله ییز امنیتي تړون شاوخوا ۲۰۰۰ ځواکونه قزاقستان ته د ناارامیو د کابو کولو لپاره واستول شي؛ کوم ځواکونه چې بیا وروسته بیرته له دې هیواد څخه ووتل.
د قزاقستان جمهوري ریاست په یوه اعلامیه کې ویلي و چې په مجموعي توګه ۵۸۰۰ کسان د ناارامیو په اړوند د سوال ځواب په مقصد نیول شوي دي.
د قزاقستان جمهوري ریاست د جنورۍ پر لسمه په یوې اعلامیې کې وویل چې د افغانستان، مرکزي اسیا او منځني ختیځ بهرني اورپکي هم د هغه هېواد د تاوتریخوالي تر شا وو.
په اعلامیې کې راغلي و چې دا تاوتریخوالي «تنظیم شوي» وو، خو په مشخص ډول ویل شوي نه دي چې د افغانستان څخه کومې ډلې او کوم افراد په دغه تاوتریخوالي کې دخیل وو.
خو په کابل کې د طالبانو حکومت نن چهارشنبه فبرورۍ دوهمه ( سلواغې ۱۳) په یوې اعلامیې کې ویلي چې په یادو لاریونونو کې د افغانستان د مداخلې ادعا حقیقت نلري.
طالبانو ویلي چې «اسلامي امارت» هیچا ته اجازه نه ورکوي چې دافغانستان خاوره د بل هیواد پر ضد استعمال کړي.
په اعلامیه کې راغلي: "ځينو رسنیو د روسي چارواکو په حواله ویلي چې ګڼې د قزاقستان په ناارامیو کې له افغانستان څخه هم ځینو خلکو ونډه اخیستې، موږ دا ادعا په کلکه ردوو، اسلامي امارت د خپل تعهد له مخې هیچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان له خاورې څخه د بل کوم هیواد په ضرر استفاده وکړي، یا د نورو هیوادونو په چارو کې مداخله ولري او نه هم په دې اړه کوم شواهد شتون لري."
طالبانو ویلي په داسې حال کې چې په قزاقستان کې د پېښو سوله ییز هواري غواړي، ټولو هیوادونو ته ډاډ ورکوي چې د افغانستان له خاورې څخه به هیڅ هیواد ته ګواښ پېښ نشي.