د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان: هېڅوک نشي کولای افغانستان څخه تر ۵۰۰۰ ډالرو ډېر وباسي 


امریکایي ډالر
امریکایي ډالر

د طالبانو حکومت په افغانستان کې د «افغانیو» د کارولو، له افغانستان څخه د پېسو د انتقال او افغانستان ته د پېسو د لېږدولو په اړه تازه مقررات اعلان کړي‌ دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د دغو نویو مقرراتو په اړه په ټویټر کې د خپل حکومت «د ریاست الوزارء فرمان» خپور کړی چې په کې ویل شوي «ټول هیوادوال دې د راکړې ورکړې په مهال خپله ملي کرنسۍ افغانۍ وکاروي».

دا مهال په ځینو هغو ولایتونو کې چې له پاکستان او ایران سره نژدې دي، په کلدارو او تومنو هم راکړه ورکړه کېږي او همدغه راز د سوداګرو په وینا د ډالرو ثابت ارزښت ته په کتو یو لړ معاملات په ډالرو هم کېږي.

د افغانستان مخکني حکومت هم د افغانیو د کارولو په اړه ډېرې هلې ځلې وکړې، خو کومه د پام وړ لاس ته راوړنه یې نه لرله.

د طالبانو په نویو مقرراتو کې افغانستان ته او له افغانستان څخه د پېسو او اسعارو د انتقال په اړه هم لارښوونه شوې او مشخصې اندازې ټاکل شوې دي. په دغه فرمان کې ویل شوي دي:‌«هيڅوک نشي کولای د هېواد د هوايي ډګرونو له لارې تر پنځو زرو (۵۰۰۰) زیات او د ځمکې (سرحدونواو پولو) له لارې تر پنځو سوو (۵۰۰) زیات ډالر په نقدي ډول له ځانه سره وباسي.»

د طالبانو حکومت د دغه فرمان سرغړوونکو ته یو لړ سزاګانې هم ټاکل شوې چې « که څوک له پورته اندازې څخه ډير ډالر نقل کړي، د هریو میلیون ډالرو د لیږد په مقابل کې به یوکال، تر یو میلیونو کم د هر یو لک په مقابل کې به یوه میاشت....» پورې زنداني کېږي.

طالبانو همدغه راز له قید او شرط پرته افغانستان ته د بهرنیو اسعارو انتقال هم بند کړي دي او ویلي دي چې «هیواد ته د سیمې د هیوادونو پورې اړوند اسعارو او کرنسیو راوړل ممنوع دي».

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد تېره ورځ فبروري اوومه (سلواغه ۱۸) دا فرمان په خپل ټویټر کې خپور کړی دی.

په فرمان کې مشخصآ نه دي ویل شوي چې د سیمې د کومو هېوادونو د اسعارو انتقالول بند دي او دا هم نه دي ویل شوي چې طالبانو ولې یوازې د سیمې له هېوادونو څخه د اسعارو په انتقال بندیز لګولی دی.

افغانستان له پاکستان، ایران، چین او منځنۍ اسیا له ځینو هېوادونو سره سرحدونه لري او د د سیمې د هېوادونو اصطلاح همدغو هېوادونو ته هم کارول کېدای شي.

دا په داسې حال کې ده چې د راپورونو په اساس، هره اونۍ د طالبانو حکومت شاوخوا ۴۰ میلیون نقد ډالر انتقالېږي.

XS
SM
MD
LG