د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو مشر: نړیوال دې د افغانانو د ارادې احترام وکړي


د طالبانو حکومت د چهارشنبې ورځ د اګست ۳۱ (وږې۹) له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو لومړۍ کلیزه د یولړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې چې د بګرام هوايي ډګر کې پوځي رسم ګذشت هم په کې شامل و ونمانځله.

د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوند هم په دې مناسبت په یو پیغام کې پر نړیوالو یو ځل بیا غږ کړی چې د هغه پر وینا د طالبانو حکومت پر وړاندې دې معقول سیاست خپل کړي او د افغانانو د ارادې احترام دې وکړي.

د طالبانو مشر په دې پیغام کې ویلي چې د تیرو شلو کلونو تجربې د راتلونکي لپاره ښه لارښود کیدای شي

" موږ ولیدل چې په تیرو شلو کلونو کې د افغان مجاهد ولس په وړاندې د فشار او تهدید هر ډول پالیسۍ ناکامې او یوازې د بحران زیاتوونکې ثابتې شوي دي".

ملا هبت الله اخوند په خپل دغه پیغام کې د طالبانو حکومت د افغانستان د یو مشروع نظام په توګه یاد کړی او له نړیوالو یې غوښتي چې د افغانستان خپلواکۍ، ارضي تمامیت او د ملت خود ارادیت ته په درنه سترګه وګوري او پر وینايې افغانان پریږدي چې په خپل هیواد کې د خپلې خوښې خپلواک اسلامي نظام ولري تر څو د یوه مستقل او سیال ولس په حیث له نړۍ سره عادي روابط او مثبت تعامل ولري.

د امریکا د متحده ایالاتو د سرتیرو وروستۍ ډله د ۲۰۲۱ کال د اګست میاشتې پر ۳۰مه (وږې اتمه) له افغانستان څخه ووتله چې په دې سره په دغه هیواد کې د امریکا تر ټولو اوږده جګړه پای ته ورسېده.

طالبانو چې د تیر ۲۰۲۱ میلادي کال د اګست په ۱۵ مه افغانستان کې بیا واک ترلاسه کړی خو تراوسه هیڅ کوم هیواد د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پیژندلی.

طالبانو حکومت د چهارشنبې ورځ د امریکا په مشرۍ د نړیوالو ځواکونو پر وړاندې د خپلو وسله والو د بري د ورځې په مناسبت په ټول هیواد کې عمومي رخصتي اعلان کړې ده.

طالبانو حکومت د دې ورځې د نمانځلو لپاره په کابل او یو شمیر ښارونو کې ترتیبات هم نیولي دي. د طالبانو د حکومت مربوط باختر خبري اژانس د بګرام په هوايي ډګر کې د دې ورځې په مناسبت د پوځي رسمي ګذشت د مراسمو د ترسره کیدو خبر ورکړی دی.

د رسم ګذشت په مراسمو کې د طالبانو د حکومت د لوړ پوړو چارواکو د ګډون ترڅنګ د چین، روسیې، ترکیې او پاکستان د هیوادونو دیپلوماتانو هم ګډون کړی و.

د پوځي رسمي ګذشت په دې مراسمو کې د طالبانو د پیاده ځواکونو د ګډون سربیره د بلک هاک امریکايي هیلکوپټرو په ګډون هغه امریکايي پوځي وسایط هم د لوژ څخه تیر شو، چې افغانستان کې د تیر ژريم د ځواکونو له خوا د طالبانو پر خلاف ترې په جګړه کې کار اخیستل کیده.

د طالبانو د حکومت رئیس الوزرا ملامحمد حسن اخوند دې مراسمو ته په وینا کې پرته له دې چې د کوم چا یا هیواد نوم واخلي وويل چې کوم چا چې افغانستان شل کاله اشغال کړی، بیا یې هم دې هیواد ته مشکلات پیښ کړي دي.

هغه وویل " تعزیرات یې پرې لګولي دي تبلیغ هم دا کوي چې په افغانستان کې لوږه ده نو لوږه تا راوستلې ده په دې ملک دې بندیزونه لګولي دي، دې ملک یو شی درلود هغه تا بندکړی دی".

ملا حسن اخوند وویل چې دا بهرنی هیواد په دې هڅه کې دی چې بیا د طالبانو په چارواکو بندیزونه ولګوي .

هغه د نړیوالې ټولنې وغوښتل چې شته ستونزې دي د طالبانو حکومت سره په خبرو او تفاهم حل کړي.

هغه د امریکا د متحده ایالاتو د نوم اخیستلو پرته تور ولګوه چې افغانستان باندې د بندیزونو په لګولو او انزوا ته په ټیل وهلو سره د طالبانو حکومت د ۹۰ ومې لسیزې حالت ته ګرځولو ته اړ باسي.

ملا حسن اخوند وویل چې دوی هرچا سره تر هغې اندازې تفاهم ته چمتو دي چې د اسلامي شریعت اصولو سره په ټکر کې نه وي.

افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د شتون پر مهال د بګرام هوايي اډه ددغو ځواکونو ترټولو لویه پوځي اډه وه، چې زرګونه امریکايي او ائتلافي سرتیري په کې دیره و. امریکايي ځواکونه د تیر ۲۰۲۱ میلادي کال د جولاې د میاشتې په پنځمه شپه په دغه اډه کې د شل کلن حضور وروسته د شپې پر مهال ووتل او دا اډه یې د پخواني رژیم ځواکونو ته پریښودله.

طالبانو حکومت د دغې ورځې د نمانځلو په لړ کې تیره شپه د کابل ښار په دوو برخو کې د اورلوبو نندارې هم ترسره کړې.

XS
SM
MD
LG