طالبانو د بدخشان په ولایت کې د 'ښځو غږ ' راډیو په نوم یوه سیمه ییزه راډیو د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو د پالیسۍ څخه د سرغړونو له امله په مشروط ډول تړلې ده.
د بدخشان ولایت لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي معزالدین احمدي د جمعې په ورځ مارچ ۳۱ ( حمل ۱۱) امریکا غږ ته د ' ښځو غږ ' راډیو د تړلو علت د ښځو د دغې راډیو له خوا د روژې په میاشت کې څو ځلې د موسیقۍ خپرول وښودل.
ښاغلي معزالدین وویل "په پرله پسې ډول مونږ دوی ته ویلي و چې د موسیقۍ خپرول حرام دي او تاسو موسیقي مه خپروئ. متاسفانه د روژې په میاشت کې دوی څو ځلې دغې خبرتا ته پاملرنه ونکړه او موسیقي یې خپره کړه، چې بالاخره تیره ورځ د نورو مشرانو سره د مشورې وروسته مو ددغې راډیو خپرونې بندې کړې".
احمدي زیاته کړه چې اوس مهال دا راډیو په موقتي ډول تړل شوې او که چیرې د راډیو مسولین ورته ددې ضمانت وکړي چې بیا به موسیقي نه خپروي نو د راډیو د خپرونو د بیرته پیلیدو اجازه به ورکړي.
طالبانو حکومت په افغانستان کې د راډیوي خپرونو له لارې د موسیقۍ په خپرولو بندیز لګولی دی. د بدخشان په ولایت کې د ښځو د غږ راډیو ترڅنګ دولس نور سیمه ییزې راډیو سټیشنونه هم فعالیت کوي.
د ۲۰۲۱ میلادي کال د اګسټ په میاشت کې په افغانستان کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته پر رسنیو او خبریالانو باندې د طالبانو محدودیتونه ډیر زیات شوي دي.
طالبانو نه یوازې په راډیوي خپرونو کې د موسیقۍ په خپرولو بندیز لګولی دي، بلکې په ځینو ولایتونو کې یې د رسنیو ښځینه کارکوونکې هم په رسنیو کې له کار څخه منع کړي دي.
د بې پولې راپور ورکوونکو سازمان (RSF) د یو وروستي راپور له مخې په تیر څه باندې یو نیم کال کې په افغانستان کې ۲۱۹ چاپي، تصویري او غږیزې رسنۍ بندې شوې دي.
ددغه سازمان د راپور له مخې د ۲۰۲۱ میلادي کال د اګست د پنځلسمې دمخه افغانستان کې ۵۴۷ فعالې رسنۍ موجودې وې، چې اوس مهال یې شمیر ۳۲۸ ته راکم شوی دی.
په وروستیو میاشتو کې طالبانو د یو افغان الاصله فرانسوي خبریال مرتضی بهبودي په ګډون څو تنه خبریالان نیولي او په بند کې اچولي دي.
د ښاغلي بهبودي پرته اکثره دغه خیریال بیرته خوشې شوي دي.
د افغانستان د رسنیو د ملاتړ د ادارو د شمیرنو له مخې، په تیرو نږدې ۱۸ میاشتو کې په افغانستان کې د ۳۴۵ سیمه ییزو راډیو سټیشنونو څخه ۱۱۷ یې تړل شوي، چې ورسره په سلګونو خبریالانو او د رسنیو کارکوونکو خپل کارونه له لاسه ورکړي دي.