د لاس رسي وړ اتصالات

د کاکړ جنجال پاروونکی پیغام؛ طالبانو د پاکستان بشري مرستې رد کړې


طالبان د پاکستان د صدراعظم د اکس د یو پیغام له کبله د هغه هېواد مرستې رد کړې
طالبان د پاکستان د صدراعظم د اکس د یو پیغام له کبله د هغه هېواد مرستې رد کړې

افغان طالبانو د پاکستان د صدراعظم انوار الحق کاکړ د یو جنجال پاروونکي پیغام له خپریدو وروسته د افغانستان د زلزلې ځپلیو سره د پاکستان مرستې رد کړې.

یو طالب مقام، چې نغواړي نوم یې واخیستل شي، امریکا غږ ته ومنله چې دا پرېکړه د پاکستان د صدراعظم کاکړ د اکس په حساب کې د یو پیغام له خپرېدو سره تړلې ده.

دا جنجال له هغه وروسته پیل شو چې په افغانستان کې له زلزلې څخه وروسته انوارالحق کاکړ په خپل اکس حساب کې ولیکل چې په ۵۰۰۰ خیمو، ۱۵۰۰۰ کمپلو، غذايي او طبي موادو بار به یوه الوتکه له یوې روغتیايي ډلې سره افغانستان ته استوي.

له طبیعي پېښو سره د پاکستان د مبارزې اداره دا مرستې برابرې کړې وې او په اړه یې په خپل ویبسایټ کې معلومات خپاره کړي وو. څو ساعته وروسته بیا کاکړ ادعا وکړه چې د طالبانو له غوښتنې وروسته یې دا مرستې برابرې کړې، خو طالبانو له هېڅ هېواد څخه په رسمي ډول د مرستو غوښتنه نه وه کړې. نوموړي همدغه راز د مرستو په اړه ناسم معلومات خپاره کړي وو.

هغه د خپل اکس په حساب کې لیکلي دي: «د تنظیم او طبیعي افاتو سره د مبارزې ادارې ته مې لارښوونه کړې چې اغیزمنو ته حد اکثر مرستې واستوي. د افغانستان حکومت په رسمي ډول د طبي ډلو، موقتو روغتونونو، ۵۰ خیمو او کمپلو غوښتنه کړې ده... دا ټول مواد به نن له غرمې وروسته واستول شي.»

هغه همدغه راز لیکلی دي چې نور خیریه مواد به هم افغانستان ته واستول شي.
خو لا د دغو مرستو الوتکې پرواز نه دی کړی او هېڅ یو اړخ هم په دې اړه څه نه دي ویلي.

دغه طالب مقام د وتس اپ له لارې د دغو مرستو په اړه امریکا غږ ته وویل: «سره له دې چې هېڅ غوښتنه نه وه شوې او زموږ په حکومت باندې ملنډې ووهل شوې.» دغه طالب مقام د پاکستان د صدراعظم په څرګندونو انتقاد وکړ او هغه یې «غیر مسئولانه» وبللې او ویې ویل چې د پاکستان مشرتابه باید د افغانستان په اړه په خپلو څرګندونو کې «فوق العاده محتاط» واوسي.

خو یو پاکستان مقام، چې هغه هم نغواړي نوم یې واخیستل شي، وویل: «کابل نه هو وايي او نه، نه وايي. هغوی د مرستو رسمي غوښتنه کړې ده او ویلي دي چې د دغو مرستو دوخت په اړه به موږ ته احوال راکړي.»

په همدې حال کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ په دې اړه له څه ویلو ډډه وکړه. خو هغې وویل چې پاکستان د افغانستان د خلکو تر څنګ ولاړ دی او د طالبانو له حکومت سره په تماس کې دی، چې هغو ضرورتونو ته چې هغوی به یې لري، ځواب ووايي.

د دواړو هېوادونو روابط په دې وروستیو کې خراب شوي دي. پاکستان ادعا کوي چې د پاکستان د تحریک طالبان غړي په افغانستان کې دي او له هغه ځای څخه په پاکستان کې بریدونه تنظیموي، خو افغان طالبان دا ادعا ردوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG