د لاس رسي وړ اتصالات

له افغانستان سره پر بشري مرستو د ملګرو ملتونو ټينګار


عکس(ارشیف)
عکس(ارشیف)

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال او د بشري مرستو همغږي کوونکي ډاکتر رامز الاکبروف پخپل راپورکې له افغانستان سره د بشري مرستو پر دوام ټینګار کړی دی.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکي ادارې یا (OCHA) نن جمعه مارچ ۱۸(کب ۲۷) د ښاغلي الاکبروف له قوله راپور کې په افغانستان کې د خوړو نه خوندیتوب او خوراځواکۍ د کچې زیاتوالې په اړه اندېښنه ښودل شوې ده او زیاته کړې ده: "د افغانستان خلک دا مهال د خواړو د نه خوندیتوب او خوارځواکۍ له یوه بېساري بحران سره مخامخ دي."

نوموړي زیاته کړې چې د ۲۰۲۱ کال په جولای میاشت کې له سختې لوږې سره مخامخ خلکو شمېر ۱۴ میلیون و، خو د ۲۰۲۱ تر مارچ میاشت پورې دغه شمېر ۲۳ میلیون کسانو ته زیات شوی دی.

هغه ویلي: "دغه نه منونکی حالت د بې شمېره کړاوونو لامل شوی او د شته خواړو په تنوع ، کمیت او کیفیت کې یی کمښت رامینځته کړی، ماشومان یې د وزن شدید کمښت سره مخ کړي، او د ښځو، نارینه وو او ماشومانو په فزیکي او رواني هوساینې باندې یې نورې ناوړې اغېزې کړي دي."

نوموړي همدارنګه ویلي چې په افغانستان کې د کلک مالي او بانکي بحران له امله ۸۰ سلنه خلک د پورونو اخیستلو ته مجبور شوي دي.

ښاغلي الاکبروف زیاتوي چې نژدې ۹۵ سلنه کافي خواړه نلري او هغه کورنۍ چې مشري یې ښځې کوي نژدې ۱۰۰ سلنې ته رسیږي.

په خوارځواکۍ اخته ماشومانو زیاتوالي په اړه اندېښنه

ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال په دغه هیواد کې په خوارځواکۍ اخته ماشومانو د کچې زیاتوالي په اړه هم اندېښنه ښودلې ده او د اندېښنې په ښودلو سره ویلي چې د افغانستان د ۳۴ ولایتونو څخه په ۲۸ ولایتونو کې د سختې خوارځواکۍ کچه زیاته شوې او له ۳.۵ میلیونه ډېر ماشومان د خوارځواکۍ درملنې ته اړتیا لري.

نوموړي زیاته کړې: " زه د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکي په توګه غواړم یو ځل بیا تکرار کړم چې ملګري ملتونه د کورنيو او نړیوالو همکارو ادارو سره یو ځای په خپل ټول توان هڅه کوي څو د یو جامع او همغږي غبرګون له لارې د لوږې او خوارځواکۍ اغېزې کمې او په ورته وخت کې ټولنو ته هغه څه په واک کې ورکړي چې په راتلونکي کې د دوی د معیشت دوامداره ساتنه وکړي."

هغه زیاتوي چې نړیوالو بشردوستانه همکارانو د ۲۰۲۲ میلادي کال له پيل څخه بیا تر دا مهاله د افغانستان له ۸/۲ میلیون خلکو سره د ژوند ژغورونکو خوراکي توکو دوامداره مرستې کړي دي.

نوموړي ویلي چې ملګروي ملتونه او نړیوالې بشري ادارې به له افغانستان سره د بشري مرستو د ملاتړ په برخه کې خپلو هڅو او همکارۍ ته دوام ورکړي.

هغه د روانې مارچ میاشتې پر ۳۰مه له افغانستان سره د بشري مرستو جلبولو په اړه د ملګرو ملتونو، برتانیې، قطر او جرمني نړیوال کنفرانس ته په اشارې ویلي چې یاد هیوادونه باید په «سخت» حالت کې افغانستان ته د بشري مرستو جلبولو لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي.

د ۲۰۲۱ کال د اګست تر پنځلسمې وروسته له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د مرستو په محدودېدو سره په دغه هیواد کې د اقتصادي بحران زیاتېدو په اړه اندېښنې زیاتې شوي دي.

XS
SM
MD
LG