د لاس رسي وړ اتصالات

د اماراتو او سعودي۱۴۰ ټنه تازه بشري مرسته؛ طالبان: پر اړمنو افغانانو به ووېشل شي


متحده عربي اماراتو او سعودي عربستان د روژې میاشتې په رارسېدو سره له افغانستان سره د نژدې ۱۴۰ ټنه بشري مرستې خبر ورکړی دی.

د طالبانو حکومت د ریاست الورزا اقتصادي معاونیت وايي، د متحده عربي اماراتو ۳۸.۵ ټنه بشري مرسته چې خوراکي، توکي، درمل او البسه پکې شامل دي پرون جمعه مارچ ۳۱ (وري ۱۱) کابل ته ورسېده.

طالب چارواکو د متحده عربي اماراتو د بشري مرستو هر کلی کړی او زیاته کړې ده چې دې سره به د دواړو هیوادونو اړیکې نورې هم پراخې او پیاوړې شي.

د طالبانو په یو بیان کې راغلي: "د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت له بېوزله افغانانو سره د متحده عربي اماراتو د بشري مرستو هرکلی کوي او دا ډول چارې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پراخېدو او پياوړي کېدو لامل بولي."

طالب چارواکو ویلي چې دغه مرستې به اړوندو وزارتونو تر سپارل کېدو وروسته په افغانستان کې پر اړمنو کسانو باندې ووېشل شي.

د طالبانو حکومت یو ځل بیا پر نړیوالې ټولنې غږ کړی چې پر افغانستان د بندیزونو او فشارونو پر ځای له افغانانو سره د دوه اړخیزو اړیکو او تعامل لار غوره کړي.

پر همدې مهال د افغانستان لپاره د سعودي عربستان سفارت هم له دغه هیواد سره د ١٠٠ ټنه (فاخره) خرما مرستې خبر ورکړی دی٠

یاد سفارت پر خپل ټويټر پاڼه ليکلي چې دغه خرما د سعودي د پاچا ملک سلمان د بشري مرستو او انساني کارونو مرکز لخوا افغانانو ته ډالۍ شوې ده٠

د سعودي عربستان سفارت چې له اسلام اباد څخه د افغانستان لپاره فعاليت کوي زياته کړې، "د افغانستان د حکومت د سرې میاشتې د ټولنې استازی محترم غلام حبیب حسام ته، د سعودي عربستان د پاچا ملک سلمان د بشري مرستو او انسانی کارونو د مرکز له خوا ډالۍ شوې غوره (فاخره) خرما چې (۱۰۰) ټنه ده وسپارله."

دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر "اوچا" ویلي و چې افغانستان د یو بې ساري بشري واقعي ناورین او ۱۷ میلیون وکړي یې د لوږې سره مخامخ دي.

اوچا ویلي، چې په روان میلادي کال کې ۲۸.۳ میلیون کسان، چې د افغانستان د نفوس د دریو څخه دوه برخې جوړوي د ژوندي پاتې کیدو لپاره به بشري مرستو ته اړتیا ولري.

افغانستان کې د ۲۰۲۱ میلادي کال د اګسټ په میاشت کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو سره سم نړیوالې ټولنې پر دغه هیواد خپلې مرستې بندې کړې او هم د امریکا متحده ایالاتو د افغانستان بانک نږدې لس میلیاردو ډالرو شتمني کنګل کړه، چې ورسره دا هیواد د سخت اقتصادي بحران سره مخ شو.

که څه هم نړیوالې ټولنې افغانستان سره یو ځل بیا خپلې مرستې بیرته پیل کړي خو د اقتصادي بختیاو نشتون او بیکارۍ په دغه هیواد کې د لوږې کچه ډیر پراخه کړې ده.

د افغانستان سره د نړیوالو مرستو د کمیدو یو عمده لامل په افغانستان کې د طالبانو له خوا د افغانانو د بشري حقونو ځپل دي په ځانګړې توګه نجونې او ښځې د خپلو اساسي بشري حقونو څخه بې برخې شوي چې د شپږم ټولګي پورته ښوونځیو، پوهنتونونو او کار ته د نجونو او ښځو په تګ مخنیوی په کې شامل دی.

XS
SM
MD
LG