د لاس رسي وړ اتصالات

ایګلنډ د طالبانو علماو شورا ته: د نجونو زده کړو او ښځو کار اجازې په اړه دې نوی فرمان صادر شي


د ناروې د کډوالو شورا سرمنشي ین ایګلنډ
د ناروې د کډوالو شورا سرمنشي ین ایګلنډ

د ناروې د کډوالو شورا سرمنشي ین ایګلنډ د طالبانو حکومت علماو شورا څخه غوښتي چې د دغه هیواد په غیر دولتي ادارو کې د ښځو پر کار د بندیز لیري کولو په اړه دې یو بل فرمان صادر شي.

ښاغلي ایګلنډ نن جمعه جنورۍ ۱۳ (مرغومې ۲۳) پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې ټاکل شوې وه د چهارشنبې په ورځ یې د ښځو پر کار بندیز په اړه د کندهار والي او علماو شورا سره د خبرو لپاره هغه ولایت ته سفر کړی وای، خو وايي چې د هوا خرابولي له امله یې سفر لغو شو.

د طالبانو د حکومت د اقتصاد وزارت د تیر میلادي کال د ډسمبر په ۲۴ (مرغومی درییم) په یو مکتوب کې ښځې او نجونې په غیر دولتي موسسو کې له کار څخه منع کړې. په دې مکتوب کې خبرداری ورکړ شوی، چې "په دې برخه کې د تعلل په صورت کې به ددغه وزارت له خوا موسسو ته د فعالیت ورکړل شوی جواز لغو کړي".

د ناروې د کډوالو شورا دغه چارواکي زیاته کړې چې د طالبانو له خوا د ښځو پر کار د بندیر د پرېکړې له امله دوی مجبور شوي چې په افغانستان خپل فعالیتونه بند کړي.

ښاغلي اګلند زیاته کړې چې د ناروې د کډوالو شورا اوس مهال په افغانستان کې ۴۷۹ ښځينه کار کوونکي لري او په خبره یې په افغانستان کې ۷۰۰زره اړمنو کسانو ته د مرستې رسولو په برخه کې د هغوی حضور اړین دی.

نوموړي زیاته کړې چې د ناروې د کډوالو شورا نشي کولای د افغانستان د دودونو خلاف، د نارینه کار کوونکو په له لارې اړمنو ښځو ته په مستقیم ډول مرستې ورسوي.

هغه ویلي چې طالب چارواکو تر دې مخکې له دوی سره په دوحه، اسلام اباد، اسلو او کابل کې د لیدنې پرمهال د حجاب په رعایتولو نجونو ته د زده کړو او له نارینه کار کوونکو څخه په جلا شعباتو کې ښځو ته د کار اجازې ورکولو په اړه ژمنې کړي وې.

نوموړي زیاته کړې چې دوی دغه ټول اصولو رعایت کړي او په خبره یې د طالبانو حکومت تفتیش پر مهال تر دامهال داسې ستونزه نه ده رامنځته شوې.

ښاغلي ایګلنډ همدرانګه ویلي مخکې له دې چې په غیر دولتي ادارو کې د ښځینه کار کوونکو پر کار بندیز ولګول شوي، دوی ته په دې اړه کوم خبرداری یا اخطار نه و ورکړل شوی.

د ناروې د کډوالو شورا سرمنشي ین ایګلنډ د کندهار والي او علماو شورا څخه په یوه پرانیستي لیک کې په دغه هیواد کې د نجونو د زده کړو او غیر دولتي ادارو کې ښځو ته د کار اجازې ورکولو په اړه د یو بل فرمان صادرولو غوښتنه کړې ده.

ښاغلي اګلنډ پخپل لیک کې زیاته کړې: "نو ځکه موږ اوس غوښتنه کوو چې یو نوی فرمان دې صادر شي ترڅو ښځینه کار کوونکو ته زموږ په ادارو کې د کار اجازه ورکړل شي. موږ بیا هم ژمنه کوو چې په افغانستان کې ټول دودیز اصول او مقررات تعقیبوو. موږ همدارنګه د یوه فرمان غوښتنه کوو چې ښځو ته د زده کړو اجازه ورکړل شي، تر څو افغانستان په راتلوونکي کې ښځینه ډاکترانې، نرسانې، ښوونکي، انجینیرانې، او نور ماهر کارګران ولري چې په راتلوونکي له ښځو او کورنیو سره مرستې وکړي."

هغه ټینګار کړی که چیري په افغانستان کې نجونو ته د زده کړو او ښځو ته د کار اجازې په اړه فرمان ورکړل شي، نړیوال خیریه بنسټونه به ډېر ژر په دغه هیواد کې خپل فعالیتونه پيل کړي.

د ناروې د کډوالو شورا مرستندویې موسسې رئیس، ین ایګلنډ په افغانستان کې د نجونو پر زده کړو او غیر دولتي سازمانونو کې د ښځو کار د بندیز په اړه له طالب چارواکو سره د خبرو لپاره د تیرې یکشنبې په ورځ جنورۍ اتمه (مرغومې ۱۸) کابل ته سفر وکړ.

نوموړي د مرغومې پر ۲۰مه امریکا غږ ته ویلي و چې د طالبانو څو وزیرانو ورته ویلي چې د مشرتابه تر منځ یې بحثونه روان دي او کېدای شي ډیر ژر په نادولتي موسسو کې د مېرمنو کار ته اجازه ورکړي.

په غیردولتي موسسو کې د ښځو پر کار باندې د طالبانو د بندیز له امله ګڼو نورو خیریه موسسو هم په افغانستان کې خپل کارونه ځنډولي دي. د افغانستان د ښځو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې وویل چې د دوی د ارزونو له مخې، په دغه هېواد کې ۳۸ سلنه خیریه موسسو چې اکثریت یې د ښځو له خوا رهبري کېږي او یا هم پر ښځو تمرکز کوي، خپل فعالیتونه ځنډولي او ۴۸ سلنه نورې موسسې یوازې جزوي فعالیت لري.

د بشري حقونو ملاتړو اندېښنه ښودلې چې له دې امله به په افغانستان کې اقتصادي بحران نور هم پراخ شي.

د ناورې د کډوالو شورا مشر وايي، دغو اندېښنو ته په پام، د کارکوونکو معاشونه یې لا تر اوسه ندي پرې شوي.

XS
SM
MD
LG