د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ یو سپي ته د البغدادي په وژلو کې د مرستې لپاره جایزه ورکوي


دغه سپی کینن د البغدادي ضد د امریکا د پوځي عملیاتو پر مهال زخمي شوی و
دغه سپی کینن د البغدادي ضد د امریکا د پوځي عملیاتو پر مهال زخمي شوی و

ولسمشر دونالډ ټرمپ په سپینې ماڼۍ کې هغه سپي ته هرکلی وویل چې د اسلامي دولت د ډلې د مشر ابوبکر البغدادي په لټون کې یې د امریکا پوځ سره مرسته کړي وه.

ولسمشر ټرمپ له خپلې میرمنې، د مرستیال ولسمشر مایک پنس او د دغه سپي چې کینن نومیږي له ساتونکي سره یو ځای په سپینې ماڼۍ کې خبریالانو سره خبرې وکړې.

هغه وویل: "دا کینن دی، دا د نړۍ تر ټولو مشهور سپی دی. مونږ ویاړو چې کینن زمونږ سره دی. مونږ کینن ته جایزه او سند ورکوو چې په سپینې ماڼۍ کې به یې کیږدو."

د یادونې وړ ده چې کینن د البغدادي ضد د امریکا د پوځي عملیاتو پر مهال زخمي شوی و. د اسلامي دولت د ډلې مشر چې ځان ته یې د مسلمانانو د خلیفه لقب ورکړی و، تیره میاشت د امریکایي قواوو د عملیاتو په ترڅ کې ووژل شو.

د امریکا د دفاع وزیر مایک اسپر له دغو عملیاتو وروسته وویل چې امریکایي ځواکونو غوښتل البغدادي ژوندی ونیسي، خو هغه په یو تونل کې دننه شو او ځان پورې تړلي چاودېدونکي مواد یې والوځول.

په منځني ختیځ کې د امریکا د مرکزي قوماندانۍ مشر جنرال کینیت مکینزي ویلي وو چې البغدادي دوه ماشومان چې عمرونو یې د ١٢ کلونو نه کم و، د ځان سره دغه تونل ته دننه کړي وو. دا دوه ماشوامن هم له هغه سره یو ځای ووژل شول.

ابوبکر بغدادي د سوریې په ادلیب کې ووژل شو.

XS
SM
MD
LG