د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان کې د ګوزڼ د واکسین کوونکو امنیتي ساتونکي وژل شوي


تر دې دمه چا د واکسین ډلې پر ساتونکو د برید مسولیت نه دی اخیستی

په پاکستان کې نامعلومه وسله والو د واکسین د تطبیق د یوې ډلې دوه امنیتي ساتونکي وژلي او پخپله له سیمې تښتېدلي دي.

د پاکستان یو امنیتي چارواکي سیدالرحمن اسوشیتدپرس ته ویلي دي چې پېښه د چهارشنبې په ورځ (دسمبر۱۸) په خیبرپښتونخوا کې شوې ده. هغه وايي چې د بریدګرو لټون پیل شوی دی.

د وسله والو طالبانو له کلک مخالفت سربیره بیا هم په پاکستان کې ماشومانو ته د ګوزڼ واکسین کیږي چې وخت ناوخته د واکسین پر ډلو او ساتونکو یې بریدونه کیږي.

پاکستاني چارواکي وایي چې له دغه برید سربیره به د پولیو ضد د واکسین کمپاین روان وي. پاکستان، افغانستان او نایجریا، هغه درې هېوادونه دي چې لا هم په کې ماشومانو تر منځ د ګوزڼ پیښې رامنځته کیږي.

د تېرو څلورو کلونو په پرتله سږکال په پاکستان کې د ګوزڼ پېښې خورا زیاتې شوي او چارواکو تر دې دمه ۱۰۴ پېښې ثبت کړي دي. تېر ۲۰۱۸ کال کې یوازې ۱۲ پېښې ثبت شوې وې.

د پاکستان حکومت وايي چې د ګوزڼ دا ډول پېښې تر ډېره د کورنیو د مخالفت له کبله دي چې د واکسین ډلو ته اجازه نه ورکوي چې ماشومان یې واکسین کړي. وايي چې د واکسین ډلو د کار موثریت لپاره به د امنیتي ساتونکو شمېر کې زیاتوالی راولي.

XS
SM
MD
LG