د لاس رسي وړ اتصالات

ملګرو ملتونو د "افغانستان غږ" معلوماتو ورکولو مرکز پرانیست


کابل کې "د افغانستان غږ" مرکز

د ملګرو ملتونو له خوا پرانیستل شوی دا مرکز "د افغانستان غږ" په نوم یادېږي، د جګړې او د طبیعي پېښو ځپل شویو خلکو سره مرسته کوي، ترڅو دوی ته د شته مرستو په اړه معلومات ورکړي.

د بیلګې په توګه که په یوې لرې پرتې سیمې کې طبیعي آفتونه رامنځ ته کېږي یا خلک د جنګ له امله ځپل شوي وي، کولی شي چې یاد مرکز سره اړیکه ونیسي او ځان د هغو مرستو نه خبر کړي چې په ملګرو ملتونو کې دوی ته موجود دي.

”د افغانستان غږ“ معلوماتي شمېره ۴۱۰ ده او ځواب ورکونکي د سهار ۷ نه د ماښام ۷ بجو پورې د خلکو اړيکې ځوابوي.

دا لومړی ځل دی چې د معلوماتو د ورکولو وړیا مرکز د ملګرو ملتونو د مرستندویه ادارو لخوا په افغانستان کې پرانیستل کېږي.

په ملګرو ملتونو کې د یاد مرکز مشره چارلي لنکستر امریکا غږ سره په مرکې وویل چې په افغانستان کې ګڼ شمېر خلک معلوماتو ته اړتیا لري.

هغې وویل "د دې مرکز د پرانیستلو موخه دا ده چې خلکو ته د معلوماتو د برابرولو یوه زمینه برابره شي."

په یاد مرکز کې ۸ تنه د اړیکو ځوابولو لپاره ګمارل شوي چې څلور تنه یې مېرمنې دي او په څلورو ژبو پښتو، دري، انګلیسي او اردو غږېږي.

مېرمن چارلي وايي د افغانستان غږ مرکز ته د اړیکه نیونکو شمېر ډېر شوی او ۸ ځواب ورکونکي نشي کولی په افغانستان کې ټولو اړو کسانو ته په یوه وخت کې ځواب ووایي.

د هغې په وینا که د دوی مالي ملاتړ ډېر شي د خپلو کارکونکو شمېر به ډېر کړي.

د ملګرو ملتونو د پروژه يي خدمتونو دفتر وايي د روان کال د مې میاشتې راهیسې دغه مرکز خپل ازمايښتي فعالیت پیل کړی وه چې تر اوسه یې د ۱۵ زرو نه ډېرې اړيکې له خلکو سره نیولي دي.

"د افغانستان آواز" د ملګرو ملتونو کې د یوناپس دفتر، د افغانستان بشر دوستانه مرستندویه صندوق، د ملګرو ملتونو د خوراک نړیوال سازمان، د اروپایی کمیسیون د بشر دوستانه او ملکي وګړو د خوندیتوب لپاره د مرستو عمومی اداری او د ملګرو ملتونو عالی کمیساری د مهاجرینو اداری په مالی ملاتړ تطبیق کیږي.

XS
SM
MD
LG