د لاس رسي وړ اتصالات

ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ طالبانو ته ورنکړل شوه


د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې جمعه ډسمبر ۱۶ (لیندي۲۵) د رایو په غوڅ اکثریت پدې نړیوالې ادارې کې د افغانستان د استازیتوب لپاره د طالبانو غوښتنه رد کړله او پرېکړه یې وکړه چې څوکۍ به د پخواني استازي سره وي چې د مخکني جمهور رئیس محمد اشرف غني په واکمنۍ کې دې ادارې ته ور پیژندل شوی و.

ملګرو ملتونو د طالبانو تر څنګ د برما د نظامي حکومت او د لیبیا په ختیځ کې مخالف حکومت غوښتنه هم رد کړله.

د عمومي اسامبلې د ۱۹۳ غړیو پریکړه پدې معنی چې نصیر احمد فایق به د ۲۰۲۳ کال د سپټمبر تر میاشتې پورې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازی وي.

په ملګرو ملتونو کې د باور لیکونو د کمیټې مشرې او د ګیانا استازې کارولاین راډریګز-برکیټ عمومي اسامبلې ته پخپل راپور کې وویل چې د افغانستان، برما او لیبیا څخه سیالو ډلو غوښتلي چې پدې نړیوالې ادارې کې خپل استازیتوب وکړي او له همدې کبله یې پدې هکله د پریکړې ځنډولو غوښتنه وکړله چې د عمومي اسامبلې غړیو د رایو په اکثریت منظوره کړله.

طالبان د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په افغانستان کې واک ته رسیدلي خو تر اوسه هیڅ کوم هیواد یا نړیوالې ادارې د دې ډلې سرپرست حکومت په رسمیت ندی پیژندلی.

طالبانو واک ته تر رسیدو وروسته په ملګرو ملتونو کې د څوکۍ غوښتنه کړې وه او دا ژمنه یې هم کړې وه چې د میرمنو او اقلیتونو د حقونو درناوی به کوي.

د سیاسي چارو یو کارپوه طارق فرهادي په ملګروملتونو کې د جمعې د ورځې رایې اچولو د بهیر په اړه وايي، چې داسې ښکاري، چې د اسلامي هیوادونو په ګډون ډیر هیوادونه د ځینو عواملو له امله چمتو نه دي، چې په ملګروملتونو کې د طالبانو د حکومت په ملاتړ خپله رایه وکاروي.

ښاغلي فرهادي وویل: "دمخه چین او روسیې لیوالتیا لرله خو اوس چین او روسیې هم د طالبانو په وړاندې تغیر کړی دی. طالبان باید نجونو ښوونځي پرانیځي کله چې د نجونو ښوونځي پرانیځي اقلا اسلامي هیوادونه چمتو کیږي، چې رایه ورکړي".

ښاغلی فرهادي وايي، چې د ملګروملتونو د څوکۍ ترلاسه کولو لپاره طالبان باید د خپل حکومت په لوړو څوکیو باندې هم داسې کسان وګماري چې یوازې د دوی غړي نه وي. دې وایی اوس مهال د حکومت په لوړو څوکیو یوازې د طالبانو غړي ګمارل شوي دي. د سیاسي چارو دا کارپوه اندیښنه لري، چې که وضعیت همداسې دوام وکړي ددې خطر هم شته، چې ممکن یو وخت په ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ تعلیق شي.

د سیاسي چارو یو بل کارپوه محمدحسن حقیار وايي، چې د طالبانو حکومت د ملګروملتونو د غړیتوب لپاره لازم شرایط لکه د هیواد جغرافیه، رعایت، قانون او قانونمدي پوره کړي دي. دې وايي، د دې ترڅنګ ځینې نور معیارونه هم دي، چې ددې سازمان د غړیتوب لپاره په کار دي او لا تراوسه د طالبانو حکومت پوره کړي نه دي. دې تمه ښيي، چې د طالبانو حکومت به پاتې معیارونه هم پوره کړي.

ښاغلي حقیار وویل: " تر یو حده پورې به د ملګروملتونو سازمان هم د افغانانو سره اسانتیا وکړي او جوړجاړی وکړي، چې دا ستونزه هواره شي. اوس چې په ملګروملتونو کې د افغانستان په نمایندګۍ څوک ناست دی، نه دې د افغانانو نمایندګي کولی شي نه د افغانستان په جغرافیه کې ددې خبره څوک مني، نه په افغانستان کې د افغانانو سره په رابطه کې دی نه د ملګروملتونو او نه هم د افغانانو ستونزې هوارولی شي تمه ده په دې اړه دواړه غاړې رغنده ګامونه پورته کړي".

طالبانو حکومت د تیرکال د اګست په ۱۵ مه واک ته د رسیدلو وروسته په قطر کې د خپل دفتر اوسنی مشر سهیل شاهین ملګروملتونو ته د افغانستان د دایمي څوکې ترلاسه کولو لپاره معرفي کړی و. د طالبانو حکومت تراوسه د ملګروملتونو د جمعې د ورځې پریکړې ته لا غبرګون نه دی ښودلی.

XS
SM
MD
LG