د لاس رسي وړ اتصالات

یونیسف افغانستان کې د کلیوالو ښوونځیو د ټولګیو شمیر ۲۱ زرو ته لوړوي


عکس (ارشیف)
عکس (ارشیف)

د ملګرملتونو د ماشومانو د ملاتړ اداره 'یونیسف' وايي، چې د روان ۲۰۲۳ کال ترپایه په افغانستان کې د ځنیو مرسته کوونکو نړیوالو ادارو په ملاتړ د کلیوالو ښوونځیو د ټولګیو شمیر ۲۱ زرو ته رسوي.

یونیسف د چهارشنبې په ورځ مۍ ۱۷(ثور۲۷) په خپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې د اسیا پرمختايي بانک، نړیوال بانک او د اروپايي ټولنې له خوا ددغو ټولګیو د جوړولو لپاره د مرستو په لړ کې یې د بامیان په ولایت کې ۴۶۶ دا ډول ټولګي جوړ کړي دي.

یونیسف ویلي: "د اسیا پرمختايي بانک، نړیوال بانک د اسیا څانګې او د اروپايي ټولنې په مرستو په بامیان کې د چټکې ذده کړې په دغو ۴۶۶ کلیوالي ټولګیو کې ۹۴۰۰ ماشومان زده کړې ترلاسه کولی شي. یونیسف د ۲۰۲۳کال ترپایه په ټول افغانستان کې د کلیوالو ټولګیو شمیر ۲۱ زرو ته لوړوي".

یونیسف ویلي، چې په چټک ډول د بامیان د زده کړو په مرکز کې نجونې په یو کال کې د دوو کلنو زده کړې ترلاسه کوي.

افغانستان کې په کلیوالو ښوونځیو کې ماشومان تر دریو کلنو پورې زده کړې کوي او بیا د درییم ټولګي وروسته په لوموینو ښوونځیو کې خپلو زده کړو ته دوام ورکوي. یونیسف دا نه دي ویلي، چې اوس مهال په افغانستان کې څومره دغسې ټولګي فعال دي.

یونیسف د نویو ۲۱ زره ټولګیو د جوړولو په اړه دا اعلان په داسې حال کې کړي، چې د مارچ په ۲۱ (حمل اول) د پوهنې لپاره د قطر د مرستو صندوق په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د قطر د انکشافي ادارې رئیس خلیفه الکواري او د طالبانو د حکومت د پوهنې وزارت سرپرست سید حبیب الله اغا ترمنځ یو تفاهم لیک لاسلیک شوی، چې له مخې به یې په افغانستان کې د دریو کلنو په موده کې ۳۰۰۰۰ نجونو او هلکانو ته، چې عمرونه یې د لومړنیو ښوونځیو کې د زده کړو د عمر سره برابر دي او اوس مهال له ښوونځیو بهر دي د معیبو شوو ماشومانو په ګډون د کلیوالي ښوونځیو د لارې د زده کړو امکانات برابر شي.

په دې اعلامیه کې ویل شوي و: "د پروژې هدف دادی، چې په یو شمیر ولایتونو کې له لومړنیو ښوونځیو څخه بهر ۳۰ زره ماشومانو ته، چې نیمايي یې نجوني دي زده کړې برابرې کړي."

د قطر او د طالبانو د حکومت د چارواکو ترمنځ د تفاهم لیک د لاسلیک غونډې ته د قطر د انکشافي ادارې رئیس خلیفه الکواري ویلي و، چې اوس مهال په افغانستان کې ۳.۷ میلیونه ماشومان، چې ۶۰ فیصده یې نجونې دي له ښوونځیو بهر دي.

قطري چارواکو هیله ښودلې وه، چې دا پروژه به په افغانستان کې افغانانو ته په راتلونکي کې ښه فرصتونه برابر کړي.

ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونیسف وايي، چې اوس مهال په افغانستان کې ۴.۲ میلیون ماشومان ښوونځيو ته له تګ څخه محروم دي چې شاوخوا ۶۰ سلنه یې نجونې دي.

دا ټولګي په داسې حال کې جوړیږي، چې طالبانو په ۲۰۲۱ کال د اګسټ په میاشت کې په افغانستان کې بیا واک ترلاسه کولو وروسته د شپږم ټولګي څخه پورته نجونو پر زده کړو د بندیز لګولی او هم یې په پوهنتونونو کې ښځې او نجونې له زده کړو منع کړي دي.

طالبانو د نجونو پرمخ د شپږم ټولګي څخه د پورته ښوونځیو او پوهنتونونو د پرانیستلو لپاره تراوسه د نړیوالې ټولنې پرله پسې غوښتنو ته ځواب نه دی ورکړی.

XS
SM
MD
LG