د لاس رسي وړ اتصالات

د کانګرس د دواړو ګوندونو غړي د ایران په اړه همغږي دی


د امریکا د متحده ایالاتو د کانگرس ماڼۍ

د کانګرس د استازو د مجلس یو دموکرات غړي ویلي دي چې د استازو د مجلس د دواړو ګوندونو غړیو په ګډه د ایران به شمول پر روسیې او کوریا د نویو بندیزونو طرحه تصویب کړه.

د استازو په مجلس کې د دموکرات اقلیت ګوند مشر سټیني هویر چې په بیت المقدس کې یې خبرې کولي وویل د دواړو ګوندونو رایو وښوده چې په ګډه ایران ته د ترهگرۍ د ملاتړ، د توغندیو د پروگرام او د بشري حقونو څخه د سرغړونو لپاره جزا ورکړي.

هغه وویل "دوه سوه پنځه دیرش یا شپږ دیرش جمهوري غوښتنکو او یو سل دوه نوي یا درې نوي دموکراتانو د توغندیو، بشري حقونو او د ترهه ګرې له امله پر ایران د بندیزونو د زیاتولو لپاره رایې ورکړي. نو په دې اړه دواړه ګوندونه خورا زیات سره متحد دي."

د استازو د مجلس د اکثریت ډلې مشر کوین مکارتي او هویر د استازو د مجلس له ۵۳ غړو سره یو ځای اسرائیل ته سفر کړی.

د کانګرس نوی قانون په هغو کسانو جریمه لګوي چې د ایران د بالستیکي توغندیو په پروګرام کې لاس لري او یا هغه کسان چې لاس لرونکو کسانو سره معامله لري.

په ورته وخت کې ایران د خپلو پوځي تاسیساتو د معاینه کولو په اړه د متحده ایالاتو پر ټینګار ملنډې وهلې دي. دغه معاینه د هغه سختې تګلارې یوه برخه جوړوي چې له مخې یې واشنګټن غواړي د آټومې وسلې د ترلاسه کولو په لاره کې د ایران مخه ونیسي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند بهرام قاسمي وویل "دا هغه خوب دی چې رښتیا او عملي نه به شي."

هغه ټینګار وکړ چې دا یوه د پام وړ یا جدي موضوع نه ده او زیاته یې کړه چې ایران به هیڅکله د آټومي معاملې او موضوعاتو په اړه بیا خبرې و نه کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د ایران جمهور رئیس حسن روحاني د شنبې په ورځ د خپلې دوهمې دورې د لوړې د مراسمو په ترڅ کې ژمنه وکړه چې له نړیوالې ټولنې سره به په تماس کې واوسي، خو هغه هغه وویل چې ایران به دغې معاملې ته د متحده ایالاتو د ګواښونو په وړاندې غلی پاتې نشي.

هغه وویل "مونږ ثابته کړې ده چې مونږ به د هغو کسانو درناوی وکړ چې زمونږ درناوی کوي او هغه کسانو ته به سخت ځواب ورکړو چې بندیزونه لګوي او مونږ ګواښي."

د متحده ایالاتو جمهور رئیس ډونالد ټرمپ په وار وار هغه تاریخي آټومي موافقه ناوړه بللې ده چې په ۲۰۱۵ کال کې د ایران او نړیوالو قدرتونو تر منځ وشوه.

د هغې موافقې په خبرو کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف د هغه هیواد استازیتوب کړی و چې د نومول شویو وزیرانو د هغې نوې کابینې په لست کې شامل دی چې د ایران دولتي تلویزیون یې د سه شنبې په ورځ په اړه رپورټ خپور کړ.

XS
SM
MD
LG