د لاس رسي وړ اتصالات

د الینګار ولسوالۍ لوړپوړي مسؤلین طالبانو سره د 'جوړجاړي' په تور نیول شوي


عکس (ارشیف) لغمان ولایت الیشنګ ولسوالي
عکس (ارشیف) لغمان ولایت الیشنګ ولسوالي

د لغمان ولایت مقام په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي دي چې د الینګار ولسوال، امنیه قوماندان، د پوځ د کنډک رییس ارکان او د ملي امنیت د امریت مرستیال یې له دې امله نیولي او زنداني کړي دي چې تېره ورځ یې ولسوالي پرته له جګړې طالبانو ته پرېښې ده.

نن چهارشنبه جولای ۱۴ (چنګاښ ۲۳) د لغمان ولایت مقام په اعلامیه کې راغلي: "د یادې ولسوالۍ ملکي او نظامي مسؤلین مخکې له دې چې ولایتي رهبري په جریان کې کړي، نن سهار له ولسوالۍ وتلي او هلته یې وسایط او نور تجهزیات پریښي دي."

د نظامي شورا د تېرې ورځې په پرېکړه کې راغلي دي چې د الینګار ولسوالۍ دغه مسؤلین به د نورو تحقیقاتو او څېړنو لپاره عدلي او قضايي ادارو ته وپېژندل شي.

"د لغمان والي په مشرۍ د نظامي شورا د پریکړې له مخې یاد مسؤلین چې په لوی لاس یې له دښمن سره سودا کړې د مکافاتو او مجازاتو د اصل پلي کېدو په خاطر عدلیي او قضایي ارګانونوته ور وپیژندل شول، ترڅو ورباندې قانون عملي شي، چې دوی ته سزا او نورو ته عبرت وګرځي."

د لغمان ولایت مطبوعاتي دفتر وايي چې نیول شوي څلور مسؤلین اوس د ملي امنیت په ریاست کې تر څېړنو لاندې دي.

ولایت مقام د نیول شویو مسؤلینو عکسونه هم خپاره کړې دي.

د والي ویاند اسد الله دولتزی وايي: "د لغمان ولایت رهبرۍ ددې ولایت ولسونو ته ډاډ ورکوي چې د الینګار ولسوالۍ دښمن نه ده نیولې بلکې هلته د مېشتو مسوولینو له لوري د یوې معاملې په صورت کې پرېښودل شوې چې له دغو نیول شویو کسانو سره به جدي، قانوني چلند ترسره کیږي او دوی به د خپلو شومو اعمالو په سزا ورسول شي."

الینګار ولسوالي تېر سهار حکومتي ځواکونو پرېښې او چارواکي وايي ولسوالي اوس یادې ولسوالۍ د براخان سیمې ته لېږدول شوې ده، هلته چې د ملي اردو یوه لویه قرارګاه ده.

نژدې دوه میاشتې وړاندې هم لغمان کې ۱۱۶ هغه سرتیري او مسؤلین حکومت نیولي وو چې په لوی لاس یې طالبانو ته پوستې خوشې کړې وې.

لغمان ټولې پنځه ولسوالۍ لري چې دولت شاه یې طالبانو نیولې ده. الیشنګ او بادپښ ولسوالۍ مرکز مهترلام ته انتقال شوي، الینګار له یوې سیمې بلې ته انتقال شوې او قرغیو ولسوالي نسبي امن ده.

د لغمان والي عبد الولي واحدزي وړمه ورځ امریکا غږ ته ویلي وو چې تر اختره به د لغمان بایللې ولسوالۍ بېرته ونیسي.

XS
SM
MD
LG