د لاس رسي وړ اتصالات

ښځینه ویاندویانې د طالبانو د امر خلاف پر ټلویزیون لوڅ مخ راښکاره شوې


په افغانستان کې د وتلو ټلویزیونونو ښځینه ویاندویانې د شنبې په ورځ مې ۲۱ (غوایي ۳۱) پرته له دې چې مخونه پټ کړي، د ټلویزیونونو پر مخ راښکاره شوې.

طالبانو دوه ورځې مخکې په یو حکم کې د ټلویزیونونو له ښځینه ویاندویانو غوښتي وو چې د اسلامي لارښونو پر اساس د خپرونو پر مهال مخونه پټ کړي.

خو د طوع نیوز، شمشاد او یک ټلویزیون خپرونې د شنبې په ورځ مې ۲۱ په داسې حال کې د ښځینه ویاندویانو له خوا پر مخ یوړل شوې چې مخونه یې پټ نه وو.

د شمشاد ټلویزیون د خبرونو مسول عابد احساس ویلي:"زموږ ښځینه همکارانې اندیښمنې دي که مخونه پټ کړ‌ي‌ نو په بل اقدام کې به ورته وویل شي چې کار پریږدي."

د طالبانو امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د افغانستان د پخواني جمهور رئیس حامد کرزي د وروستیو څرګندونو په وړاندې هم غبرګون ښودلی دی.

کرزي CNN سره په مرکه له افغان ښځینه ویندویانو وغوښتل چې د مخ د پټولو په اړه د طالبانو د لارښونو اطاعت ونکړي.

د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت نن شنبه پر یو ټویټ لیکلي:"د حجاب په اړه د کرزي خبرې د تبصرې وړ نه دي، هغه په تیرو شلو کلونو کې د پردیو د خوشالولو لپاره نورو افغان خویندو ته د هر ډول ازادي غوښتنه کوله او اسباب یې برابرول خو خپله یې ترپايه کومه رسنۍ کې کور ودانه په هغه ډول راښکاره نشوه چې له نورو یې غوښتل."


د طالبانو امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د ټلویزیونونو ښځینه ویاندویانو ته امر وکړ چې سر له شنبې څخه دا حکم عملي کړي. له دې مخکې طالبانو ویلي وو چې میرمنې باید یوازې پوړني واغوندي.

ددغه وزارت ویاند صدیق عاطف مهاجر د خبري آژانس ته ویلي، چې ښځینه خبریالانو د هغوی لارښونو ته پام ندی کړی.

نوموړي زیاته کړه:"که یې هغوی عملي نکړي، موږ به د هغوی له مسولینو او د ویاندویانو له والدینو سره وغږیږو."

مهاجر زیاته کړې هر څوک چې د یو نظام لاندې ژوند کوي باید د هغه نظام او حکومت عوامر او قوانین ومني او عملي یې کړي.

طالبانو له دې مخکې د حکومت ښځینه کارکوونکو ته ویلي وو چې که د حجاب په اړه نوې لارښونې عملي نکړي، له دندو به ګوښه کړای شي.

د فرانس پرس اژانس د رپوټ له مخې طالبانو تیر کال واک ته له رسیدو وروسته، په تدریج سره پر مدني ټولنې چې ډیر تمرکز یې پر میرمنو او نجونو دی ګڼ شمیر محدودیتونه وضع کړي دي.

د روانې میاشتې په پیل کې د طالبانو امیر المومنین هبت الله اخندازه د یو حکم په کولو له میرمنو وغوښتل چې د مخ پټولو په ګډون په عام محضر کې حجاب مراعات کړي.

XS
SM
MD
LG