د لاس رسي وړ اتصالات

لیکوال عبدالله عاطفي په اروزګان کې ووژل شو


د اروزګان ولایتي مقامات وايې چې تاریخ لیکونکی او شاعر عبدالله عاطفي تېره شپه د دغه ولایت په چوره ولسوالۍ کې وژل شوی.

عبدالله عاطفي په اروپا ګې د اقتصاد او انجنیرۍ په برخو کې دوه ماسټرۍ درلودې او د لرغوني پښتانه په نوم د یو تاریخي اثر لیکوال و.

د اروزګان والي محمد عمر شېرزاد وايې چې عبدالله عاطفي په چوره ولسوالۍ کې تېره شپه وسله والو طالبانو له خپله کوره ایستلي او وروسته يې وژلی دی.

ښاغلي شېرزاد وويل: "تېره شپه په چوره ولسوالۍ کې عبدالله عاطفي چي مشهور تاریخپوه، لیکوال او شاعر و، وسله والو طالبانو له خپل کور څخه ایستلی تر شکنجې وروسته يې هغه وژلی وسله والو طالبانو په هغه سیمو کې چي تر واک لاندې يې دي داسې نورې کړنې هم کړي".

وسله‌والو طالبانو د عبدالله عاطفي وژل رد کړي او ویلي یې دي: "هغه یو بې طرفه لیکوال او شاعر و د قتل قضیه يې چې شخصي معلومیږي او په خفه ډول وژل شوی، څیړنه روانه ده، هڅه کوو چې عاملین يې پیدا او مجازات کړو".

خو د ارزګان د والي ویاند احمدشاه ساحل امریکا غږ ته وویل چې عبدالله عاطفي یو عالم و او چا سره یې شخصي بدي نه درلوده.

د ارزګان چوره ولسوالي کابو دوه میاشتي مخکې د وسله والو طالبانو لاس ته لویدلې ده.

عبدالله عاطفي په ۱۳۰۰ مخونو کې د "شرق السلطان لرغوني پښتانه عبریان" په نوم یو مشهور تاریخي اثر کلونه مخکې چاپ کړی.

د هغه د کورنۍ غړي وايي چي نوموړی لسګونه نور نا چاپ شوي اثار هم لري چې د اقتصادي ستونزو له کبله يې نه دي چاپ کړي.

په یادو نا چاپ شویو اثارو کې د پښتنو د تاریخ، ادب او فرهنګ په اړه بیلا بیل اثار موجود دي.

ښاغلي عاطفي په چوره ولسوالۍ کې له تیرو څو کالو راهیسې ژوند کاوه چي د خپلې ځمکې د پاللو تر څنګ يې د یادې ولسوالۍ په لېسه کې تدریس هم کاوه.

XS
SM
MD
LG