د لاس رسي وړ اتصالات

د عمر اکمل د نڅا نه وروسته د یاسر شاه د سندرې ویډیو


د پاکستان د کرکټ لوبغاړی یاسر شاه

په پاکستان کې دا وخت په دوو لوبغاړو نیوکې کیږي، یو یې په عمر اکمل د نڅا د کنسرټ د ویډیو د خپریدو نه وروسته او بل په یاسر شاه چې د یوې جینۍ سره یې د سندرې یوه ویډیو خپره شوه.

د اسټرالیا سره د پنځو لوبو د لړۍ د بایلولو نه وروسته د توپ اچونکي یاسر شاه یوه ویډیوه چې هغه پکې د یوې جینۍ سره سندره وایي، په ټویټر خپره شوه او په څو ساعتونو کې په زرگونو کسانو شریکه کړه.

په دغه ویډیو لدی کبله هم زیاتې نیوکې وشوې چې پاکستان د اسټرالیا په مقابل کې ډیره خرابه لوبه وکړه. دې لاندې ټویټ کونکې معظم شاه په یاسر شاه پورې ملندې کړې او وایي چې " یاسر شاه د اسټرالیا نه ماتې لمانځي."

د پاکستان د کرکټ روزونکي مکي ارتهر د اکمل او د یاسر د ویډیو گانو په اړه یوې خبرې غونډې ته وینا وکړله او وی ویل چې دواړه په خپلې غلطۍ پښیمانه دي.

​ښاغلي ارتهر وویل چې یاسر شاه ورته ویلي دي چې یوې غیر ملکي نجونې ورنه خواست وکړ چې په دغه ویډیو کې ورسره برخه واخلي او هغه اوس پښیمانه دی.

د یادونې وړ ده چې په یاسر شاه جرمانه نه ده لگول شوې خو یواځې ورته خبرداری ورکړل شویدی. د دی نه مخکې د پاکستان کرکټ بورډ عمر اکمل د خپلو لوبو ۲۰فیصده فیس جرمانه کړی.

XS
SM
MD
LG