د لاس رسي وړ اتصالات

د یوگا منظم تمرین د وینې فشار ټیټوي – څیړنه


یوه نوې څېړنه ښيي‌، هغه کسان چې په منظمه توگه لږ تر لږه په اونۍ کې درې ځلې د یوگا تمرین کې د ژورې ساه اخیستنې او د عضلاتو د استراحت د حرکتونو تمرینونه کوي د هغو کسانو په پرتله چې یوگا نه کوي، د وینې فشار یې ټیټ وي.

پدغه څیړنه کې ۳۵۱۷ منځمهاله عمر لرونکو ښځو او نارینو گډون کړی و چې د بدن وزن یې زیات و او د وینې په لوړ فشار اخته وو.

هغو پوهانو چې ددغو گډون کوونکو د وینې فشار یې د یوگا له تمرینونو دمخه او وروسته ازمایلی پدې پوه شول چې د تمرین وروسته یې د وینې سیستولیک فشار پنځه او د وینې دیاستولیک فشار یې څلور میلي مېتره راټیټ شوی و.

د انسان د وینې فشار دوه برخې لري چې سیستولیک او دیاستولیک نومیږي. سیستولیک فشار د زړه له ضربان سره تړاو لري د زړه د عضلاتو د انقباض په اثر او شریانونو ته د وینې په پمپولو تولیدیږي او د وینې دیاستولیک فشار د زړه د دوو ضربانو په نتیجه کې ایجادیږي او د زړه د غړو د سست کیدو او د قلب جوفونو ته د وینې رسیدل دي.

هغوی چې د وینې په لوړ فشار اخته وو او په اونۍ کې یې درې ځلې یوگا کوله او ژور تنفس او د غړو د ارامولو تمرینونه یې کول د وینې سیستولیک فشار یې تر ۱۱ او د وینې دیاستولیک فشار یې د وینې د سنجولو په اله کې تر شپږ میلي مترو پورې ټیټ شوی و.

د امریکا د کنیتیکت پوهنتون استاد یین وو، چې د دغه څیړنې مشري یې کړې د رویترز اژانش ته ویلي چې یوگا هم د غذایي رژیم او د دخانیاتو نه د پرهیز په څیر د وینې د فشار د کمولو د یوې لارې په توگه کارول کیږي.

د انسانانو د وینې نورمال فشار باید د وینې د سنجولو په اله کې ۸۰/۱۲۰ میلی متر یا له هغې نه کم وي او د ۹۰/۱۴۰ میلی متره نه لوړ فشار د وینې جگ فشار گڼل کیږي چې درملنه یې ضروري ده.

XS
SM
MD
LG