آیا افغانستان د غیر دولتي موسسو جمهوریت دی؟ 

په افغانستان کې یو متل دی چې وايي: "څوک چې ډوډۍ ورکوي، فرمان هم ورکوي."

دا ښایي د طالبانو د رژیم په قضیه کې په بشپړ ډول صدق ونکړي. طالبان د افغانانو په لوی اکثریت ته، چې له لوږې سره مخامخ دي، واکمن دي، خو ډوډۍ او خوراکي مواد نه ورکوي.

بسپنه ورکوونکي او د ملګرو ملتونو ادارې بیا پر افغانانو حکومت نه کوي، خو هغوی ته خواړه ورکوي.

سږکال، ملګرو ملتونو هدف ټاکلی چې د افغانستان لپاره په بشردوستانه او اړینو خدماتو به ۴.۴ میلیارد ډالر ولګوي، دا د هغو پیسو څو چنده دي چې د جنګ ځپلي هیواد حکومت به یې په ټولو چارو لګوي.

د طالبانو حکومت د ۲۰۲۲ کال د لومړۍ ربعې لپاره شاوخوا ۵۲۰ میلیونه ډالره بودجه تصویب کړې ده.

ملګري ملتونه وايي، له شاوخوا ۱۵۰ غیردولتي موسسو سره په ګډه به شاوخوا ۲۲ میلیونه افغانانو ته چې د افغانستان د اټکل شوي نفوس شاوخوا ۷۰ سلنه جوړوي، اړینې بشري مرستې برابروي.

همداشان د بشري حقونو، مدني ټولنې او نورو غیر بشردوستانه پروګرامونو لپاره هم پانګې شته چې په ځانګړې توګه د نادولتي موسسو له لارې لیږدول کیږي.

د مثال په توګه د سره صلیب نړیواله کمېټه د عامې روغتیا د شاوخوا ۱۰۰۰۰ کارکوونکو معاشونه ورکوي. د آی سي آر سي یوې ویاندې امریکا غږ ته وویل چې دغه سازمان دا کار د دې لپاره کوي چې "روغتیايي سیسټم په بشپړه توګه له منځه ولاړ نشي."

د نړیوال سره صلیب په یو مرکز کې د یو افغان درملنه

د هیواد د ښوونې او روزنې سیسټم د فعال ساتلو لپاره، د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یونیسف ویلي چې دوی به د عامه ښوونځیو شاوخوا ۱۹۴۰۰۰ نارینه او ښځینه ښوونکو ته د میاشتې شاوخوا ۱۰۰ ډالر معاشونه ورکړي.

په داسې حال کې چې افغانستان له بانکي او مالي بحران سره مخ دی، د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې دوبرا لینز د مارچ په دویمه د امنیت شورا ته وویل، "د پیسو د فزیکي واردولو په ګډون په اقتصاد کې د پیسو پیچکاري کولو پورې ټول د پام وړ اقدامات شوي دي."

د مرستو اوسنۍ کړنلاره د ملګرو ملتونو سازمانونه او نادولتي موسسې دې ته اړ باسي چې په افغانستان کې د اوسنی نظام وراخوا عمل وکړي ځکه چې طالبان د سختو نړیوالو بندیزونو سره مخامخ دي.

کله چې مرستندویه ادارو په ۲۰۱۰ کال کې په هایټي کې د یوې ویجاړونکې زلزلې وروسته د بشري مرستو رسولو لپاره سیمه ایز حکومت له پامه وغورځاوه، ځینو کارپوهانو وویل چې بسپنه ورکوونکو دا هیواد د نادولتي موسسو په جمهوریت بدل کړی.

یو ناپیلی سلاکار رحمت الله امیري چې په دې وروستیو کې د مالیاتو او پراختیا د نړیوال مرکز لپاره د طالبانو د مالیاتو په اړه د یو راپور په لیکلو کې شریک و، امریکا غږ ته وویل: «په استدلال سره، افغانستان د ۳۰ څخه تر ۴۰ کلونو راهیسې د غیر دولتي موسسو جمهوریت دی.» امیري زیاته کړه، د طالبانو له واک ته د رسیدو راهیسې، د نړیوالو مرستو سیستم نور هم یو اړخیز شوی دی.

د بدیل نشتوالی

په تیرو دوو لسیزو کې مرستندویانو د افغانستان لپاره د دولتي بنسټونو په جوړولو میلیاردونه ډالر لګولي دي. امریکا یوازې د ۲۰۰۲ او ۲۰۲۱ کلونو ترمنځ په افغانستان کې د حکومتدارۍ او پراختیا په برخه کې ۳۶.۱۴ میلیارده ډالر لګولي دي.

د بهرنۍ پراختیا په انسټیټیوټ کې د وسله والو ډلو د مطالعاتو د مرکز د رئیس مرستیال فلوریان ویګینډ وایي بسپنه ورکوونکو اوس یوه تګلاره غوره کړې چې "هغه بنسټونه کمزوري کوي چې نړیوالې ټولنې یې د جوړولو یا پیاوړتیا هڅه کړې."

د افغانستان د بیارغونې لپاره د متحده ایالاتو د ځانګړي مفتش په وینا، د د افغانستان د جمهوري دولت د سقوط دمخه، د حکومت شاوخوا ۷۵٪ لګښتونه د بهرنیو بسپنه ورکوونکو لخوا ورکول کیدل.

د افغانستان نوي زیږیدلي دولتي بنسټونه تېر کال هغه مهال له منځه ولاړل کله چې د افغانستان پخوانی حکومت ړنګ شو او بهرنیو مرستندویانو ټولې پراختیایي بودیجې بندې کړې.

کله چې عامه بنسټونه عقیم شول، هیواد یو حیرانونکي اقتصادي او بشري بحران سره مخ شو چې د میلیونونو زیان منونکو افغانانو ژوند یې له ګواښ سره مخ کړ.

د نړیوالې پراختیا د مرکز سره د پالیسۍ کارپوه، سارا روز امریکاغږ ته وویل: "دا مهمه ده چې تشخیص شي چې په یو شدید بحران کې کله چې وخت لکه سره زر وي، د ملګرو ملتونو او نادولتي موسسو له لارې مرستې ولیږدول شي او د ژوند ژغورنې بیړنی ملاتړ وشي".

په داسې حال کې چې د افغانستان کړکېچ پای ته نه دی رسېدلی، دوبرا لینز د ملګرو ملتونود امنیت شورا ته وویل چې مرستندویانو او مرستندویه ادارو په افغانستان کې د ژمي د قحطۍ مخنیوی کړی دی.

نه د طالبانو حکومت او نه هم مرستندویان په افغانستان کې د نړیوالو مرستو پر لګولو مستقیمه څارنه لري، چې ځینې یې د مرستو د ناسم مدیریت په اړه اندېښمن کړي دي.

د جانز هاپکنز پوهنتون د بلومبرګ د عامه روغتیا ښوونځي ساینس پوهې نادیه اکسیر امریکاغږ ته وویل: "موږ پوهیږو چې د ملګرو ملتونو ادارې له سر اوښتي لوړ لګښتونه لري، او دوی خپل مصارف هم لري".

د طالبانو ژمنې

د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام په وینا، د جنوبي اسیا د تر ټولو بې وزله هیواد افغانستان ناخالص عاید په ۲۰۲۲ کال کې ۳۰فیصده ټیټ شوی چې د سړي پر سر ۳۵۰ ډالرو ته راښکته شوی دی.

د آی سي آر سي ویاندې، انیتا دولارد وویل: "موږ هیڅکله د فقر او ټولنیز انحطاط اغیزې په دومره کچه نه دي لیدلي...او دا مخ په زیاتیدو دی."

د افغانستان د مخ په زیاتیدونکي بشري ناورین د کمولو لپاره د اړتیا وړ ۴.۴ میلیارد ډالرو د راټولولو په هڅه کې، دا اونۍ به بهرني تمویل کونکي د ملګرو ملتونو او انګلستان په ګډه مجازی غونډه کې ګډون وکړي.

او دا چې د طالبانو حکومت په افغانستان کې د کرکیچ د کمولو لپاره څه کوي؟ د طالبانو د رئیس الوزرا محمد حسن اخند په وینا، د لوږې ناورین "د خدای امتحان دی." اخند د نومبر په میاشت کې د کابینې په غونډه کې د وینا پر مهال وویل چې طالبان د وږو خلکو د مړولو مسوولیت نه لري او خلک باید د رزق لپاره خدای ته رجوع وکړي.

ښاغلي ویګند وویل، "د نادولتي موسسو له لارې د بنسټیزو خدماتو وړاندې کول ممکن د طالبانو لپاره د یوې مناسبې لارې په څیر ښکاري." هغه زیاته کړه چې طالبان د افغانانو ترمنځ د مشروعیت د ترلاسه کولو لپاره د مخ په زیاتیدونکي اړتیا سره مخ دي.

طالب مشران ادعا کوي چې د دوی مشروعیت د خلکو له خوا راغلی، خو دوی هیڅکله ټاکنې نه دي ترسره کړي او د افغانستان ټاکنیزې ادارې یې لغوه کړي دي.

د طالبانو چارواکو په زور له نړیوالو غوښتي چې حکومت یې په رسمیت وپېژندل شي، هېڅ هېواد په رسمیت نه دي پېژندلي، خو دوی د یو ټول شموله حکومت د جوړولو له غوښتنې سره مقاومت کړی چې ښځې پکې عادلانه استازیتوب ولري.

د چارو اوسنی حالت د دوام وړ نه دی، ځکه چې بسپنه ورکوونکي به بالاخره له افغانستان سره د مرستې په برخه کې لږه لیوالتیا وښیي، په ځانګړې توګه کله چې کوربه حکومت هیڅ مسؤلیت په غاړه نه اخلي.