د لاس رسي وړ اتصالات

ایران او سعودي عربستان خپلې خبرې بیا پیل کړې                             


یو جګپوړي عراقي چارواکي د شنبې په ورځ اپریل ۲۳ (غوایي څلورمه) وویل چې سیمه ایزو سیالانو ایران او سعودي عربستان له یو میاشتني ځنډ وروسته په عراق کې خپلې مهمې خبري له سره پیل کړي دي.

دغه عراقي چارواکي د نوم د نه ښودلو په شرط وویل:" خبري تیره پنجشنبه په بغداد کې پيل شوي دي."

د ایران نور خبري آژانس هم تائید کړې ده چې په دې خبرو کې د ایران د ملي امنیت د شورا جګپوړو چارواکو او د سعودي عربستان د استخباراتو رئیس ګډون کړی دی.

ایران چې اکثریت شعیه او سعودي عربستان چې اکثریت سني دی د یمن په ګډون په سیمه کې د جګړې په څو زونونو کې د یو بل د مخالفینو ملاتړ کوي.

په یمن کې حوثي اورپکي د تهران له ملاتړ څخه برخمن دي او سعودي عربستان بیا د یمن د حکومت په ملاتړ د نظامي ائتلاف مشري کوي.

ایراني مظاهره کوونکو په ۲۰۱۶ کال کې وروسته له هغه د سعودي عربستان په دیپلوماتیک ماموریت برید وکړ چې ریاض شعیه روحاني نمر النمر اعدام کړ.

سعودي عربستان ددې کار په غبرګون کې له ایران سره روابط بند کړل.

د فرانسې خبري آژانس وایي چې د تهران او ریاض ترمنځ د اړیکو د بیا احیا کیدو په هدف دا په تیر یو کال کې په عراق کې د ایران او سعودي عربستان ترمنځ د خبرو پنځم پړاو دی.

نور خبري آژانس لیکلي:" تمه ده چې په نږدې راتلونکې کې د دواړو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیران یوه مشترکه غونډه وکړي.‌"

دغې رسنۍ وروستي ملاقاتونه مثبت بللي او زیاته کړې یې ده چې د دوه اړخیزو اړیکو د بیا پیل په اړه یې هیلې رامنځ‌ ته کړي دي.

ایراني رسنیو په مارچ میاشت راپور ورکړ چې تهران وروسته له هغه سعودي عربستان سره خبري وځنډولې چې ریاض اعلان وکړ له حوثي اورپکو سره یې د تړاو په تور د یو کس په ګډون په یوه ورځ کې ۸۱ کسان له ترهګرۍ سره د ارتباط په تړاو اعدام کړل.

خو د سعودي عربستان شهزاده محمد بن سلمان د مارچ په لومړیو کې وویل چې ریاض او تهران "دایمي ګاونډیان دي" او دا "د دواړو لورو په ګټه ده چې حل لارې پیدا کړو او داسې لارې ولټوي چې وکړای شو یوځای ژوند وکړو."

د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان له دې څرګندونو هرکلی وکړ او یې ویل، دواړه هیوادونه په سیمه کې د یو شمیر مسایلو په اړه متفاوت نظریات لري خو د تفاوتونو مدیریت کیدا شي د دواړو لورو په ګټه وي.

XS
SM
MD
LG