د لاس رسي وړ اتصالات

۲۰۲۰ کې له ایران څخه څه باندې ۷۶۷زره افغان کډوال راستانه شوي


د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) وايي چې د روان میلادي کال له پیل څخه د نومبر تر ۲۱مې له ایران او پاکستان څخه ۷۷۳زره او ۲۳۴ بې اسناده افغان کډوال خپل هېواد ته راستانه شوي دي.

دغه سازمان د پنجشنبې په ورځ نومبر ۲۶ (لیندۍ شپږمه) په یو راپور کې ویلي چې له دغې شمېرې څه باندې ۹۹سلنه یې له ایران او کابو یو سلنه یې له پاکستان څخه راستانه شوي دي.

د کډوالۍ نړیوال سازمان اټکل کړی چې په روان میلادي کال کې به زیات شمیر افغان کډوال له ایران څخه افغانستان ته ستانه شي. په ۲۰۱۸ کې ۸۰۵زره افغان کډوال له ایران څخه ستانه شوي او یا شړل شوي و.

سږکال افغانستان ته د زیات شمیر کډوالو په راستنېدو سره به د مرستې رسونې بنسټونو د اړتیا په کچې او بودجې کې هم زیاتوالی راشي.

د کډوالۍ نړیوال سازمان هم ویلي: "په ټوله کې د مرستو کموالۍ د بودجې د محدودیت له امله دی نه د کډوالو د اړتیاو له کبله، په ۲۰۲۰ کې راستنېدونکو کډوالو ته د رسېدنې لپاره شاوخوا ۱۲ میلیون ډالره مشخص شوي و چې مرستندویو بنسټونو یوازې د ۵.۲ میلیون ډالرو همکاري کړې ده چې ۴۳سلنه کېږي".

یو شمېر افغان کډوال چې له ایران څخه تازه راستانه شوي وايي روغتیایي خدماتو ته د لاسرسي نه درلودلو او د ایران د حکومت بد او سخت چلند له امله خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

سیدرضا موسوي چې له ایران څخه افغانستان ته ستون شوی امریکا غږ ته وویل: "هر ظلم چې له کډوالو سره کېږي زغمي یې. د کډوالو وضعیت ته رسېدنه نه کېږي. د ایران اسلامي جمهوري دولت او خلک یې چې له کډوالو سره هر ډول چلند وکړي څوک یې پوښتنه نه کوي چې څه وشول".

د کډوالۍ نړیوال سازمان اټکل کړی چې په ۲۰۲۱ کې به هم له ایران څخه ۶۵۴زره بې اسناده کډوال افغانستان ته راستانه شي، چې ټول یې بشري مرستو ته اړتیا لري.

د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویلي که له طالبانو سره د سولې خبرې مثبتې پایلې ولري ښايي له ایران او پاکستان څخه پنځه میلیونه افغان کډوال خپل هېواد ته راستانه شي.

XS
SM
MD
LG