د لاس رسي وړ اتصالات

محقق: د حکومت او سیاسیونو ګډ پلاوی قطر ته ځي


د افغانستان حکومت وايي چې ټاکل شوې د حکومتي استازو او سیاسيونو یو ګډ پلاوی له طالبانو سره د سولې د خبرو لپاره ژر قطر ته سفر وکړي.

د افغانستان د جمهور رئيس سیاسي او امنیتي سلاکار محمد محقق د پنجشنبې په ورځ جولای ۱۵ (چنګاښ ۲۴) د تلپاتې سولې په ملي سمپوزیم کې وویل ټاکل شوې وه چې د دغه پلاوي د غړو شمېر زیات وي خو اوس پریکړه شوې چې شمېر یې راکم شي.

هغه وویل: "له افغانستان څخه یو پلاوی قطر ته روان دی او هلته د نړۍ د لویو هېوادونو استازي هم راټول شوي دي او ویل شوي چې د طالبانو له لوري هم ځینې کسان راځي، که څه هم وروستي خبرونه دا و چې له ملا برادر او شیخ عبدالحیکم پورته به څوک نه وي، خو په پای کې یو څه هلته اعلانوي".

ښاغلي محقق یو ځل بیا ټینګار وکړ چې طالبان د زور له لارې واک ته نشي رسېدلی او که بریالي هم شي نو د حکومتوالۍ چارې په مخ وړلی نشي.

لا تراوسه د افغانستان حکومت او د سیاسیونو د ګډ پلاوي د غړو نومونه له رسنیو سره نه دي شریک شوي.

په سیاسي چارو کې د افغانستان د جمهور رئيس ځانګړي استازي محمداکرم خپلواک وویل چې طالبانو په دې وروستیو کې د خپلو غوښتنو په تړاو یو څه وضاحت ورکړی خو په دې اړه یې ډېر جزئیات نه دي وړاندې کړي.

د افغانستان د اسلامي جمهوريت د سولې د مرکچي پلاوي غړي نادر نادري چې دا مهال په کابل کې دی وویل د جمعې په ورځ به له دغه پلاوي سره دوحې ته لاړ شي.

هغه وویل چې د پلاوي د نهايي کېدو په تړاو بحثونه دوام لري: "د افغان سیاسیونو یوه ډله هلته یوځای کېږي او هغه پلمه چې طالبانو تراوسه درلوده همدا وه چې د دغه پلاوي ترڅنګ [د سولې پخوانی مرکچي پلاوی] یو شمېر سیاسي شخصیتونه هم باید وي چې بحث او فیصلې وشي".

ښاغلي نادري دغه راز وویل د طالبانو د پلاوي یو غړي د حکومت لوري ته ویلي چې د درېیو میاشتو د اوربند په مقابل کې دغه ډله غواړي چې حکومت ۷۰۰۰ طالب بندیان خوشې کړي او د ملګرو ملتونو د بندیزونو له لست څخه د طالب مشرانو نومونه وایستل شي.

XS
SM
MD
LG