د لاس رسي وړ اتصالات

د پخواني شوروي جمهوریتونو د حاکمیت په اړه د چین د سفیر په څرګندونو غوسه


په فرانسه کې د چین سفیر لو شای
په فرانسه کې د چین سفیر لو شای

په فرانسه کې د چین سفیر وروسته له هغې چې د پخواني شوروي اتحاد د جمهوریتونو ملي حاکمیت یې تر پوښتنې لاندې راوست، په ختیځه اروپا او اوکراین کې یې غوسه راپارولی او فرانسې او اروپایي ټولنې یې څرګندونې وغندلې.

د جمعې په ورځ اپریل ۲۲ د فرانسې د 'ال سي آی' خبري تلویزیوني شبکې سره په خبرو کې په پاریس کې د چین سفیر لو شای، څرګنده کړه، هغه هیوادونه چې د شوروي اتحاد له ړنګیدو وروسته رامینځته شوي "د نړیوال قانون له مخې اغیزمن دریځ نه لري، ځکه چې یو نړیوال تړون نشته تر څو د خپلواکو هیوادونو په توګه د دوی مقام تائید کړي."

د چین د سفیر څرګندونو یوازې د اوکراین په اړه نه چې روسیې د ۲۰۲۲ کال په فبرورۍ کې پرې برید وکړ، بلکې د اروپايي ټولنې د یو شمیر غړو په ګډون د پخواني شوروي جمهوریتونو په هکله چې په ۱۹۹۱ کال کې د شوروي اتحاد له ړنګېدو وروسته د خپلواکو هېوادونو په توګه راڅرګند شول شک رامنځته کړی دی.

د اروپايي اتحادیې د بهرنۍ پالیسۍ مشر جوزوپ بوریل د اروپا د غوسې د وروستي نښې په توګه ددغه سفیر څرګندونې "د نه منلو وړ" وبللې.

هغه په ټویټ کې لیکلي: "اروپایي ټولنه یوازې دا فرض کولی شي چې دا څرګندونې د چین د رسمي پالیسۍ استازیتوب نه کوي."

د اوکراین د ولسمشر سلاکار میخایلو پودولیک د یکشنبې په ورځ اپریل ۲۳ وویل چې د شوروي اتحاد له ړنګیدو وروسته د هیوادونو مقام "په نړیوالو قوانینو کې ساتل شوی" دی. هغه د کریمیا ټاپووزمي په اړه د چین د سفیر لوشای څرګندونو ته هم غبرګون وښود چې په ۲۰۱۴ کې د روسیې لخوا اشغال شوې ده.

د فرانسې 'ال سي آی' تلویریوني شبکې سره د چین د سفیر د مرکې په جریان کې له هغه وپوښتل شول چې ایا کریمیا اوکراین دی؟ لو شای ځواب ورکړ، "دا پدې پورې اړه لري چې تاسو ستونزې ته څنګه ګورئ. تاریخ شته. کریمیا په پیل کې روسیه وه."

د اوکراین د ولسمشر سلاکار پودولیک پدې اړه چین ته په اشارې سره وویل: "دا عجیبه ده چې د یو داسې هیواد له استازي څخه د کریمیا د تاریخ یوه بې بنسټه نسخه اورو چې د خپل زره کلن تاریخ په اړه پوره هوښیار دی."

د بالتیک هیوادونه ایستونیا، لیتوانیا او لاتویا چې ټول د شوروي پخواني جمهوریتونه وو او له خپلواکۍ وروسته له اروپايي اتحادیې سره یوځای شوي، ددې هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د لو شای چې د چینایي ډپلوماټانو د نوي نسل څخه دی، په کلکه وغندلې.

د لاتویا د بهرنیو چارو وزیر اډګارس رینکیوکس په ټویټر ولیکل چې د هغه نظر "په بشپړ ډول د منلو وړ نه دي"، پداسې حال کې چې د استونیا لوړپوړي ډیلوماټ مارګوس تساکنا د چین د سفیر څرګندونې "درواغ او د تاریخ غلط تفسیر وبللې."

XS
SM
MD
LG