د لاس رسي وړ اتصالات

آیا د پیازو له دغو حیرانونکو خواصو خبر یاست؟ 


په عمومي توګه ټول سابه زیات صحي ارزښت او اهمیت لري. خو یو شمیر سبزیجات لکه پیاز خپلې ځانګړې ګټې لري.

پیاز د بوټو او سابو غښتلي محتویات لري چې د انسان سلامتۍ ته ډیر ګټور دي او ډاکټرانو او حکیمانو په ډیرو پخوا زمانو کې له دغې بوټي نه د زیات شمیر ناروغیو د درملنې لپاره ګټه اخیستله.

پیاز د ویټامینو او منرالونو ډک دي

پیاز زیات شمیر ویټامین، منرال او فایبر لري او برعکس لږه کالوري لري. یو متوسط پیاز یواځې ۴۴کالوري انرژي لري.

د علمي څیړنو له مخې په پیاز کې په زیاته اندازه ویټامین سي ددې سبب کیږي چې دغه سابه د بدن د ایمني سیستم په تنظیم او غښتلتیا، د ټپونو د وینې د بندیدو او درملنې لپاره د کولاژن په تولید او همداشان په بدن کې د اوسپنې په جذبیدو کې بیساری رول ولوبوي.

پیاز د بي ویټامینونو د لړۍ نه ډک دی چې د بدن په جوړښت، د وینې د سرو کریواتو په تولید او د اعصابو د فعالیت چارې پرمخ بیایي. همداشان پیاز د پټاشیم ښه منبع ده؛ هغه منرال چې اکثر انسانان د هغه له کمښت سره مخامخ دي.

طبي څیړنو ښودلي چې د سلولونو نورمال فعالیت،د بدن د مایعاتو انډول، په عصبي ریښو کې د تحرکاتو انتقال، د سږو فعالیت او د عضلاتو خوزښت ټول پټاشیم ته اړتیا لري.

د زړه سلامتیا

پیاز زیات شمیر انتياکسیدانټونه لري، چې کورسیتین او د پړسوب ضد اجزاوی په کې شاملې دي، کوم چې د وینې د غوړو د کمیدو، د وینې د فشار د لوړیدو او د وینې لخته کیدو د مخنیوي او بالاخره د قلبي او رګونو د ناروغیو د خطر د کمیدو سبب کیږي.

د یوې علمي څیړنې موندنو ښودلي چې د اتو پرله پسې اونیو لپاره د ورځې د ۴۰او ۵۰ګرامو په اندازه خام پیاز خوړل په پام وړ اندازه د بدن د وینې کولسترول راکموي.

په پیازو کې موجود انتياکسیدانټونه د بدن د سلولونو د تخریب مخه نیسي او په سرطان، شکرې او قلبي ناروغیو باندې د اخته کیدو خطر راکموي. د یوې علمي څیړنې موندنې ښي چې پیاز په ځانګړې توګه سره پیاز ۲۵ډوله مختلف انتياکسیدانټونه لري.

د سرطان ضد

د الییوم ډوله سبزیجاتو خوړل چې پیاز، اوږه، او ګندنه په کې شامل دي، د معدې او کلمو د سرطان په ګډون د یو شمیر مشخصو سرطانونو د اخته کیدو د خطر د راکولو سره اړیکه درلودلې ده.

د پیاز د سرطان ضد خواص په هغه کې د موجودو سلفر لرونکو مرکباتو او انتي‌اکسیدانټونو پورې مربوط دي. علمي څیړنو ښودلې چې په پیازو کې سلفر لرونکي مرکبات په بدن کې د تومورونو وده ورو کوي او د سږو او تخمدان د سرطان د خپریدو مخنیوړی کوي.

د وینې د قند کنترول

د وینې د شکرې د کمیدو لپاره د پیازو خوړل په ځانګړې توګه هغوی چې په شکرې ناروغۍ اخته دي او یا ددې ناروغۍ له خطر سره مخامخ دي ګټور ګڼل شوي دي.

د شکرې په ناروغۍ باندې د اخته کسانو باندې د یوې علمي څیړنې نتیجو ښودلې چې د ورځې د ۱۰۰ګرامه تازه سره پیاز خوړلو د هغوی د وینې شکره په پام وړ اندازه راټیټه کړې ده.

د هډوکو تقویه

که څه هم چې د هډوکو په سلامتیا کې زیات رول لبنیات لري، خو نور خوراکونه لکه پیاز هم د هغې په تقویه کیدو کې رول لوبوي.

څو څیړنې چې په متوسطو او ډیر عمر لرونکو ښځو ترسره شوي ښودلې چې د خامو پیازو او عصارې خوړل د هډوکو د غښتلتیا سبب کیږي.

د بکتریا ضد خواص

پیاز د خطرناکو باکتریاګانو پر وړاندې چې د جدي او وژونکو ناروغیو عامل کیږي د مقابلې توان لري. د پیازو د باکتریاضد خاصیت په هغه په موجود کورسیتین پورې اړه لري.

د یوې علمې څیړنې له مخې د پیازو عصارد کولرا د ودې په مخنیوي کې چې د افغانستان په څیر په مخ په ودې هیوادونو کې د عامه روغتیا یوه لویه ستونزه ده، عمده رول لوبوي.

هاضمې ښه کیدل

پیاز په پوره اندازه فایبر او پریبیوتیکونه لري چې د کلمو د سلامتیا لپاره اړین ګڼل کیږي.

پریببیوتیکونه د فایبر نه هضم کیدونکي ډولونه دي چې په کلمو کې د هغې د انشقاق په اثر ګټورې باکتریاوی تولیدیږي.

د پیازو دغه خاصیت ته په پاملرنې د تغذیې د چارو متخصصین او ډاکټران سپارښتنه کوي چې پیاز یا په خامه بڼه او یا هم په پخلي کې باید د ورځنۍ خواړو په چوکاټ کې شامل وي او هیڅوک باید د هغې د درمل بخښونکو ګټو څخه بې برخې نشي.

XS
SM
MD
LG