د لاس رسي وړ اتصالات

پوهانو د ویښتانو د سپینیدو بل دلیل وموند


له پخوا څخه داسې باور و چې اندیښنه، سترس او سخت عصبي او روحي فشارونه د ویښتانو د سپینیدو سبب کیږي، خو پوهان ډیر کم پوهیدل چې دا ولې او څنگه؟

اوس د امریکا د متحده ایالاتو د هارورډ پوهنتون پوهان پدې پوه شوي چې شدید سترس یا سخت عصبي او روحي فشار په بدن کې د سمپاتیک عصبي سیستم د ډیر زیات فعالیدو سبب کیږي او دا کار د ویښتانو د سپینیدو لامل کیږي.

سمپاتیک عصبي سیستم د بدن د غیر اختیاري غبرگونونو مسؤل دی لکه د ویرې او زیان رسیدو پر وخت جنگ او تیښته او همداشان د یو تود شي سره د تماس پر وخت د لاس لرې کول او یا هم د یوې چاودنې د غږ د اوریدو پر وخت د بدن غیر اختیاري غبرگون.

ددې څیړنې موندنې چې د چاپیریال په ژورنال کې چاپ شوي، ښودلې چې د سمپاتیک اعصابو له حده زیات فعالیدل اساسي یا بنسټیزې حجرې چې په بدن کې د ویښتانو د رنگ مسولیت لري په سرعت سره راکموي. ددې حجراتو کمیدل د رنگ د راکمیدو او په پای کې د ویښتانو د سپینیدو سبب کیږي.

د ویښتانو رنگ د "میلانوسیت" په نامه حجراتو په واسطه ټاکل کیږي او میلانوسیتونه هم د ملانوسیت یا MeSC اساسي حجراتو نه سرچینه اخلي. کله چې د انسانانو عمر ډیریږي، د MeSC تولید په تدریجي توگه کمیږي او په نتیجه کې ویښتان سپینیږي.

پوهانو پدغه څیړنه کې د سترس تاثیر پر موږکانو وازمایه. هغوی د "ریزینیفیراتوکسین" په نامه زهري مواد د موږکانو په بدن کې پیچکاري کړل او هغوی ودردول او بیا متوجه شول چې د څو اونیو په جریان کې ددغو موږکانو ویښتان سپین شول.

هغوی د نورو تحقیقاتو په کولو سره پدې پوه شول چې د سمپاتیک اعصابو په زیات فعالیدو سره په بدن کې د "نارادرالین" اندازه لوړیږي. نارادرنالین کیمیایي مواد دي چې هم د هورمون په توگه او هم د اعصابو د ریشتو د تنبه کولو لپاره د یوې منبع په توگه عمل کوي.

پوهان متوجه شول چې نارادرنالین‌ د ویښتانو په ریښو کې د میلانوسیت د بنیادي حجراتو د شمیر د کمیدو سبب کیږي او ورو ورو ویښتان خړ او په پای کې سپینوي.

نوې موندنې پخواني نظریات ردوي چې گواکې ویښتان د سترس یا عصبي فشار په وجه سپینیږي چې دلیل یې د بدن د ایمني سیستم فعالیت یا د سترس تولیدونکو هورمونونو لکه کورتیزول زیاتیدل دي.

د امریکا د هارورډ پوهنتون استاد یاچي هسو، چې ددې نوې څیړنې مشر لیکونکی دی ویلي دي چې د هغه او همکارانو موندنې یې دا زمینه برابره کړې چې پر حجراتو، انساجو او د بدن په غړو باندې د سترس او عصبي او روحي فشارونو د تاثیر څرنگوالی په ښه توگه درک شي.

XS
SM
MD
LG