د لاس رسي وړ اتصالات

آیا د ویټامین ډي خوړل په کروناویروس د اخته کیدو خطر راکموي


ویټامین "ډي "د غوړیو یو محلول دی چې د بدن په مهمو فعالیتونو کې مهم رول لري.

د هلت لاین (Healthline) خبرې ویبپاڼې په کروناویروس باندې د اخته کیدو د خطر په کمولو کې د ویټامین ډي اغیز داسې ارزولی دی.

دغه ګټوره ماده د بدن د معافیتي سیستم د سلامتیا لپاره ځانګړی اهمیت لري په همدې دلیل دغه پوښتنه له ټولو سره مطرح ده چې آيا د هغې مصرفول (خوړل) کولای شي د کوید۱۹ د اخته کیدو خطر راکم کړي.

البته باید پوه شو چې اوسمهال د کروناویروس د مخنیوي لپاره کوم پریکنده لاره چاره او درمل نشته او د مخنیوي لپاره یې تر ټولو ښه لار د ټولنیز واټن مراعت کول، په صابون د لاسونو مینځل او په پرله پسې توکه د ضد عفوني موادو نه استفاده کول دي.

یو شمیر څیړنې ښیي چې په پوره اندازه د ویټامینو لرل او په ضمني توګه د هغې خوړل کولای شي د بدن معافیتي سیستم تقویه کړي او د تنفسي ناروغیو د رامنځ ته کیدو مخنیوی وکړي.

دغه مقاله همداشان په بدن کې ددې ویټامین د رول د ارزونې په لړ کې لیکي، ویټامین ډي د بدن د معافیتي سیستم د سم فعالیت لپاره چې د مکروب او ناروغۍ پر وړاندې لومړنی دفاعي مرچل دی، اړین دي.

دغه ویټامین د پړسوب یا التهاب ضد خاصیت لري او په عین وخت کې د بدن ایمني یا معافیتي سیستم فعاله کوي.

په حقیقت کې دغه ویټامین د بدن د معافیتي سیستم لپاره دومره مهم دي چې کمبود یې کیدای شي د بدن دفاعي سیستم د مکروبونو په وړاندې کمزوری کړي.

په بدن کې ددغه ویټامین ټیټه کچه په تنفسي ناروغیو د اخته کیدو لکه د ساه لنډي، توبرکلوز او همداشان ویروسي تنفسي او باکتریایي عفونیتونو خطر زیاتوي.

که څه هم طبي څیړنې ښیي چې د ویټامین ډي خوړل په کروناویروس باندې د اخته کیدو خطر راکموي خو په نورو مختلفو دلیلونو هم ګټور دي یا لږ تر لږه د هغه خوړل کوم تاوان نلري.

یوه نوې څیړنه چې په ۱۴ هیوادونو کې په څه دپاسه ۱۱ زره کسانو باندې عملي شوې ښیي چې په ضمني توګه ددغه ویټامین خوړل جدي تنفسي ناروغۍ راکموي که د ویټامین ډي کمبود لرونکي وي او که نور خلک.

څیړنې ښيي چې ویټامین ډي په هغو زړو یا ډیر عمر لرونکو خلکو کې د مړینو کچه راکموي چې په مختلفو تنفسي ناروغیو اخته دي.

که څه هم چې هیڅ داسې نښه نښانه نشته چې دغه ویټامین دې د کروناویروس مخنیوی وکړي خو ددې ویټامین کمبود ښایي په کلي توګه د بدن د معافیتي سیستم د کمزورتیا او د مکروبي ناروغیو پر وړاندې د هغې د حساس کیدو سبب شي.

XS
SM
MD
LG