د لاس رسي وړ اتصالات

په السلوادور کې د فوټبال میدان په ټېل ماټېل کې ۱۲ تنه مړه شوي 


د ژغورنې عمله د یو ژوبل کس په درملنې اخته دي
د ژغورنې عمله د یو ژوبل کس په درملنې اخته دي

د فوټبال د نړیوال فدراسیون مشر ګیاني انفانتینو په السلوادور کې د فوټبال د یوې سیالۍ په مهال د نندارچیانو په ټېل ماټېل کې د ۱۲ کسانو د مړینې له کبله خواشیني څرګنده کړې ده.

لوبه د دوو سیمه ایزو «الیانزا» او «فاس» لوبډلو ترمنځ وه. دا پېښه تېره ورځ د السلوادور په مرکز سن سلوادور کې د «کاسکتلان» لوبغالي ته د نندارچیانو د ننوتلو په مهال شوې ده.

د فوټبال فدراسیون مشر وویل: «په السلوادور کې د دغې تراژیدي پېښې په ترڅ کې د ۱۲ کسانو د مړینې له کبله د هغوی له کورنیو او دوستانو سره خپله خواخوږي څرګندوم.»

له دغې پېښې وروسته لوبه وځنډول شوه او د بېړنیو حالاتو کارکوونکو له میدان څخه خلک واېستل، په سیمه کې ګڼ پولیس او د پوځ سرتېري هم لیدل کېږي.

د اضطراري حالاتو د څانګې ویاند کارلوس فیونتس ویلي دي د څه باندې ۵۰۰ کسانو، چې په پېښه کې ژوبل شوي وو، درملنه یې کړې ده.

نوموړي وویل چې شاوخوا ۱۰۰ تنه نور، چې وضعیت یې ښه نه و، روغتونونو ته انتقال کړل شوي. په دوی کې یې ځینو ته ساه لنډۍ پیدا شوې ده. پولیس وايي دوه زحمیان په بد حالت کې دي.

د فیفا مشر ویلي دي چې د السلوادور او په دغو سیالیو کې د فوټبال د نورو دخیلو فدراسیونونو سره په ګډه په دغه سخته ورځ کې د قربانیانو کورنیو ته تسلیت وایي له هغوی سره دي.

XS
SM
MD
LG