د لاس رسي وړ اتصالات

د هلمند د سولې کاروان د امریکا سفارت مخکې پرلت پیل کړی


د هلمند د سولې د کاروان غړو نن د پنجشنبې په ورځ (جون 28) د امریکا سفارت مخې ته خپل اعتراض پیل کړ.

د دې کاروان یو شمیر غړي وايي غواړي په امریکا کې یو شمیر افغانان د دوی په استازیتوب د سپینې ماڼۍ مخ راټول شي او د دوی غوښتنې د امریکا ملت ته واوروي.

د هلمند د سولې د حرکت یو تنظیمونکی اقبال خیبر وايي چې نن پنجشنبه د چنګاښ اوومه (جون ۲۸) یې په کابل کې د امریکا سفارت مخې ته خپل اعتراض پیل کړ او غواړي ځينې امریکا مېشته افغانان هم په واشنګتن کې د دوی غوښتنې خلکو ته ورسوي.

هغه وایي "کابل کې د امریکا سفارت له خوا راته وړاندیز وشو چې موږ سره خبرې وکړي موږ ونه منله. موږ په دې اخته یو چې امریکا کې مېشت افغانانو سره همغږي وکړو څو د سپینې ماڼۍ مخې ته غږ جګ کړي."

د هلمند د سولې کاروان ځينې غړي
د هلمند د سولې کاروان ځينې غړي

ښاغلي خیبر وویل "له دې لارې غواړو خپل غږ د امریکا ملت او کانګرس پورې ورسوو."

د سولې دغه کاروان څه باندې یوه میاشت مخکې د اوو هلمندي ځوانانو په نوښت د سولې د غږ پورته کولو په موخه د لښکرګاه ښار څخه کابل په لور خپل پلي مزل پیل کړ. کابل ته د رارسېدو وروسته دوی ولسمشر اشرف غني سره هم وکتل.

وروسته له هغې، چې وسله والو طالبانو د دوی غوښتنو ته مثبت ځواب ورنکړ، د دغه کاروان غړو د یکشنبې په ورځ (مۍ ۲۴) په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي نمایندگۍ (یوناما) دفتر مخې ته پرلت وکړ او دادی نن یې خپل پرلت په کابل کې د امریکا سفارت مخې ته وغزاوه.

د دوی حرکت په رسنیو کې ستایل شوی او ډېر شمېر ځوانانو ترې خپل ملاتړ اعلان کړی دی.

XS
SM
MD
LG