د لاس رسي وړ اتصالات

څنګه ځان خوشحاله ساتلی شو؟ هغه عادتونه چې باید په ورځني ژوند کې شامل شي 


پرته له دې چې یو انسان څومره سرګردانۍ او ستونزې لري، یو خوشحاله او د قناعت وړ ژوند تل د ټولو په واک کې دی او د ځینو ورځنيو عادتونو په بدلېدو سره ترلاسه کیدونکی دی.

په ورځني عادتونو کې مثبت بدلون راوستل د فشار د کچې د کمیدو او د یو کس د خوښۍ د زیاتیدو سبب کیږي، که څه هم چې د یو شمیر دغو عادتونو بدلول لږې ژمنې او زیات استقامت ته اړتیا لري.


مسکا کول:

ښایي ځینې خلک یوازې د خوشالۍ او خوښۍ پر مهال مسکا کوي او کله چې خپه او غمجن وي، د خندا لپاره ډېره لېوالتیا ونه لري، خو طبي څېړنو ښودلې چې د یو انسان د مزاجي حال په پام کې نیولو پرته تبسم او مسکا کول په مغزو کې د ډوپامین د تولید لامل کېږي او په پایله کې یې یو سړی خوشحاله کوي.


ورزش:

ورزش یوازې د بدن سلامتیا نه تضمینوي بلکې د علمي څیړنو له مخې منظم فزیکي تمرین فشار، اضطراب او خپګان راکموي او په ځان باور او خوښي رامنځته کوي. حتی په لږ ورزش سره، لکه په څو دقیقو پیاده مزل، یوګا یا په کور کې څو دقیقې د عضلاتو په نرم کولو اوتمرین سره هم کولی شي د ورزش په مثبتو اغیزو پوه شئ.

خوب:

د طبي څیړنو په بنسټ هر بالغ انسان باید هره شپه لږترلږه اوه ساعته خوب وکړي. مناسب خوب د ښه روغتیا، د دماغ د سم فعالیت او رواني روغتیا سره تړاو لري. یوې طبي څېړنې ښودلې چې کافي خوب د زړه د ناروغیو، خپګان او شکرې په ګډون د مزمنو ناروغیو خطر کموي.

هره شپه په ټاکلي وخت ويده کيدل او هر سهار په ټاکلي وخت پاڅيدل، له ويده کيدو مخکې حمام کول يا کتاب لوستل، له ويده کيدو مخکې د درنو خوراکونو څخه ډډه کول، د خوب کوټه يخه، خاموشه او تياره ساتل او د اوږد ورځني خوب څخه ډډه کول د شپې خوب د کیفیت د ښه کیدو سبب کیږي.

سم خوراک:

ځینې خواړه په عمومي توګه په فزیکي روغتیا اغیزه کوي او ځینې یې د انسان په مزاج اغیزه کوي. شکره په بدن کې د سیراټونین د ترشح یا خوشې کیدو لامل کیږي، خو دا غوره ده چې د بدن مصرفي شکره د صحي سرچینو لکه میوو، سبزیجاتو، حبوباتو او د غلو له دانو څخه تامین شي. په همدې ډول په پروټین بډایه خواړه لکه غوښه او ماهي په بدن کې د ډوپامین د خپریدو لامل ګرځي او د بدن د غښتلي کولو سربیره د ښه تمرکز او د خوښۍ د زیاتیدو لامل کیږي.

د ورځې د بل هر وخت خواړو په پرتله د صحي سهارنۍ خوړل د ورځې په اوږدو کې د انرژي او خوښۍ په احساس کولو کې رول لوبوي او د سهارنۍ خوړل باید حذف نشي.

قدرداني او مننه کول:

د ژوندانه د ټولو ښو شیانو په خاطر مننه کول، د نورو ښیګنو تر څنګ د مزاج د ښه کیدو سبب کیږي او د علمي موندنو پر بنسټ، د امید او خوښۍ احساس پیاوړی کوي. له همدې امله، هره ورځ باید د هر هغه څه قدر وکړو چې په ژوند کې خوندور او د خوښۍ سبب کیږي. حتی د کوچنيو شیانو لکه یو پیاله چای یا کافي چې کوم همکار یې درکوي یا د لمر خوندور تودوخه، کیدای شي مننه یې وکړو او ګټه یې ترلاسه کړو. په دې توګه، یو شخص به په تدریجي ډول د خپل چاپیریال ډیری او لویې خوښۍ درک کوي او په قدردانۍ سره به پرې خوښ اوسي.


ستاینه:

یوې طبي څیړنې ښودلې چې له نورو سره مهرباني کول د بدن د عمومي روغتیا لامل کیږي. په اخلاص سره د نورو ستاینه کول نه یوازې د نورو د خوشحالۍ سبب کیږي، بلکې ستاینونکي ته هم د خوښۍ احساس ورکوي، په ځانګړې توګه که دا د مسکا او تبسم سره مل وي.

ژوره ساه اخیستل:

عصبي ستړیا، د عضلاتو شخ والی، د اوږو درد او داخلي تکلیف په ژوره ساه اخیستلو سره لږ څه راکمیږي. طبي څیړنو ښودلې چې د پوزې له لارې څو ځلې ورو او ژور تنفس کول پدې ډول چې سترګې پټې وساتل شي او د یوې خوږې خاطرې یا یو ښکلي ځای په اړه فکر وشي او بیا د خولې له لارې هوا وایستل شي د فشار او سترس د کمیدو سبب کیږي.

د ناخوښو شیبو منل

ناخواله او پیښې د هر انسان د ژوند یوه برخه ده. که بد خبر ترلاسه شي او یا کومه تېروتنه کیږي چې د یو کس د ناخوښۍ لامل شي، یو څوک باید د خوښۍ تظاهر ونکړي. د ناخوښ حالت منل پخپله یو تمرین دی چې انسان اړ کوي چې له دې حالت څخه د وتلو په اړه فکر وکړي. دا باید په یاد ولرو چې هیڅوک تل خوشحاله نشي پاتې کیدی او ناخوالې او ناخوښي د ژوند برخې دي.

له نورو سره د ځان له پرتله کولو څخه ډډه کول

علمي څیړنو ښودلې چې له نورو سره د ځان پرتله کول، که د کار په ځای کې وي یا ټولنیزو شبکو او یا هم په چاپیریال کې، کله ناکله د ناخوښۍ، په ځان د باور د کمیدو او حتی د اضطراب او خپګان لامل کیږي. د نورو سره د ځان پرتله کولو عادت ماتول ممکن وخت ونیسي، خو ددې ارزښت لري چې د داخلي ارامتیا او خوښۍ سبب شي. ساینسپوهان سپارښتنه کوي چې که دا حالت جدي او اوږد وي، باید د ارواپوه سره مشوره وشي.

دوستانو سره ناسته ولاړه

معتبرو طبي څیړنو ښودلې ده چې اجتماعي ناسته ولاړه او د ملګرو سره راشه درشه خوښي راوړي او فشار کموي، حتی که دا لیده کاته او خبرې کول د یو تیلیفوني اړیکې په څیر هم وي. همدارنګه، طبي موندنو ثابته کړې چې په رضاکارو ګروپونو کې کار کول یا په یو درسي ټولګي کې ګډون کول چې ټولنیزې اړیکې رامینځته کوي د مزاج زیات مثبت بدلونونه رامنځته کوي.

اونیز پروګرام

اونیز مهال ویش درلودل او د هغو کارونو یو ساده فهرست جوړول چې په راتلونکې اونۍ کې باید ترسره شي، د فشار او سترس د کمیدو سبب کیږي. د دې کار لپاره د کمپيوټر پرمختللو پروګرامونو يا د پلان جوړونې اپليکېشنونو ته مراجعه کول اړين نه دي، يوازې د اوونۍ کارونه لکه له ډاکټر سره ليده کاته، سودا اخيستل، ورزش کول او يا د دفتر او سوداګريزو چارو سمبالول چې په یو کاغذ پاڼه وليکل شي، د انسان د ذهن د ارامۍ سبب کیږي.

د تیلفوني اړیکو کمول

طبي سرچینو دا حقیقت درک کړی چې له تیلیفون سره ډیر تماس او مصروفیت د دماغ په فعالیت کې د بدلون لامل کیږي او بالاخره د انسان په مزاج اغیزه کوي. یوې طبي څیړنې ثابته کړې چې د تیلیفون سره ډیر مصروفیت د دماغ د ادراکي فعالیتونو او د عاطفي او خلقي بدلونونو جدي ستونزې رامینځته کوي. ارواپوهان سپارښتنه کوي چې په تیلیفون د مصروفیت یو اندازه وخت باید د مطالعې، فکر کولو، ورزش کولو او د ملګرو سره معاشرت کولو په څیر فعالیتونو ته وقف کړای شي.

د چاپیریال سره اړیکه

د علمي موندنو په بنسټ په اونۍ کې ۳۰ دقیقې په طبیعت او شنه چاپېریال کې تېرول د وینې د فشار د کمیدو او د خپګان د مخنیوي لامل کېږي. دا اړینه نه ده چې د طبیعت سره د تماس او شنه چاپیریال ته د تګ لپاره لسګونه کیلومتره مزل وکړئ، کوم نژدې پارک ته تلل یا د کور په ګلانو او بوټو کې بوخت کیدل او تازه هوا تنفس کول هم زیاتې ګټې لري. دا غوره ده چې پیاده تګ او یا ورځنی ورزش په شنه چاپیریال او تازه هوا کې وشي.

د ارواپوه سره مشوره

کله چې یو څوک فکر کوي، په یوه ستونزه او اندیښنه کې دی او ورته د حل لاره موندل ستونزمن وي، که پورته ذکر شوي میتودونه دا ستونزه حل نکړي، باید د ارواپوه سره مشوره وشي. دا باید په یاد ولرئ چې د ډاکټر سره مشوره په یوې رواني ناروغۍ باندې د اخته کیدو په څیر ده، د رواني روغتیا متخصصین کولی شي تاسو ته په ښه بڼه در زده کړي چې څنګه د ځوروونکو فکرونو له منګولو څخه ځان خلاص کړئ.

د ځان غم خوړل

د اوسني عصر بوخت ژوند کله ناکله له خلکو څخه ځان ته د پاملرنې فرصت اخلي. خو د خپل ځان د نازولو او پاملرنې لپاره باید وخت ځانګړی کړئ چې فزیکي او رواني روغتیا دواړه مو ډاډمن شي. حتی سلماني ته تګ او ویښتان جوړول او ګرم حمام کول، د خوښې وړ رستورانت ته تلل، د خوښې وړ خواړو پخول یا سینما یا پارک ته تلل د ډیرو روحي او رواني فشارونو د تسکین سبب کیږي. باید په یاد ولرو چې که څه هم کومه روغتیايي ستونزه نه وي، په کال کې یو ځل فامیلي ډاکټر او د غاښونو ډاکټر ته ولاړ شئ، د فزیکي روغتیا ډاډ د ذهن د ارامتیا او سکون سبب کیږي.

کلنی یاداښت

د هر کال په پیل کې، ځینې خلک معمول د تیر کال فعالیت او د راتلونکي کال لپاره پلانونو او ژمنو ته بیاکتنه کوي. خو د تېر کال د کړنو په بیاکتنه او ارزونه کې باید پر ځان سخته تیره نکړئ، ځکه د نیمګړتیاوو د سمولو لپاره بل کال په مخکې دی. دا غوره ده چې پورتني موارد د نوي کال په ژمنو کې شامل کړئ.

د رواني روغتیا پوهان په دې باور دي چې د ورځنيو عادتونو بدلول او د پورته ذکر شویو موادو او یو څو شیانو په پام کې نیولو سره، که فشار او ناخوښي په بشپړه توګه له منځه لاړ نشي، لږ تر لږه به کم شي او د خوښۍ لپاره به لاره هواره کړي.

XS
SM
MD
LG