د پاکستان پخواني صدراعظم عمران خان نن د مۍ په ۱۷ (غوايي ٢٧) وويل، پوليسو یې کور محاصره کړى او ښايي هغه بيا ونيول شي.
عمران خان په خپله ټويټر پاڼه ليکلي: "زما د راتلونکي توقیف دمخه ښايي دا زما وروستی ټویټ وي ځکه چې پوليسو زه محاصره کړی یم."
خو پولیسو ویلي چې د عمران خان کور یې ځکه محاصره کړی چې په عامه ځایونو او پوځي تاسیساتو د تېرې اوونۍ په خونړیو بریدونو کې ښکیل لسګونه کسان هلته پټ دي.
د پنجاب د اطلاعاتو وزیر عامر میر ویلي، د قانون پلي کوونکو او استخباراتي ادارو له ۳۰ تر ۴۰ هغه کسان په نښه کړي، چې پر پوځي تاسیساتو په بریدونو تورن دي او اوس د عمران خان په کور کې پټ دي.
هغه زیاته کړه چې عمران خان ته ۲۴ ساعته وخت ورکړل کیږي چې «دغه ترهګر پولیسو ته وسپاري، که نه نو پولیس به د هغو پر ضد اقدام وکړي».
عمران خان تېره سه شنبه د اسلام اباد د عالي محکمې مخې ته ونیول شو او وروسته یې پلویانو په ټول هېواد کې مظاهرې پیل کړې.
د پاکستان حکومت د خان پلویان په هغه بلوا تورنوي چې د لاریونونو په ترڅ کې رامنځته شوه او په ترڅ کې یې لږ تر لږه اته کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي.
خو عمران خان ویلي، چې د ده پلویان نه، بلکې ځانګړي کسان د دې لپاره ګمارل شوي وو، چې هغه او د هغه د تحریک انصاف ګوند تورن او محاکمه شي.
عمران خان د یوې ویدیو په خپرولو سره ویلي دي چې ښايي دا د هغه له نیول کېدو مخکې وروستی ټویټ وي، خپل واکمن سیاسي مخالفین د ده او د پاکستان د پوځ تر منځ د اختلافاتو په رامنځته کولو تورن کړي دي.
هغه په دې ویډیو کې، ویلي چې دوی د خپلو شتمنیو د خوندي کولو لپاره دا اقدام کړی دی: "د دې دلیل لپاره دوی د دې هیواد لوی ګوند (د پاکستان تحریک انصاف) او پوځ د یو بل پر ضد راپارولي دي. هغوی دا کار په بریالیتوب تر سره کوي ځکه هغوی مجرب سیاستوال دي چې ۳۰ کاله تجربه لري."
هغه زیاته کړې چې دغه سیاستوال د پوځ چارواکي تحریکوي چې ګواکې که عمران خان واک ته ورسېږي، تاسو به له دندې ګوښه کړي او "ما څو ځله ویلي چې د محکمو په کارونو کې مداخله نه کوم."
د پاکستان پخواني صدراعظم ویلي، هېواد یې د تباهۍ پر لور روان دی او که یې مخه ونه نیول شي، پاکستان به ټوټه ټوټه شي.
ددې مطلب په برابرولو کې د سکای نیوز له رپوټ نه هم کار اخیستل شوی.