د لاس رسي وړ اتصالات

هند افغانستان ته دوې نوري جنګي هلیکوپټرې ورکړې


هند تر دې مخکې هم افغانستان ته پنځه جنګي هلیکوپټرې ورکړي وې
هند تر دې مخکې هم افغانستان ته پنځه جنګي هلیکوپټرې ورکړي وې

هند د خپلو پوځي مرستو په دوام نن سې شنبه د اکتوبر پر ۱۵مه«تلې ۲۳مه» افغانستان ته دوې نورې «MI 35» جنګي هلیکوپټرې ورکړې.

د افغانستان د دفاع وزارت د ویاند مرستیال فواد امان پر خپل ټوېټر لیکلي چې یادې هلیکوپټرې نن سې شنبه د کابل په نړیوال هوايي ډګر کې د هند د سفیر ویني کمار لخوا د افغانستان دفاع وزیر اسدالله خالد ته وسپارل شوې.

هند افغان پوځ ته دا دوه روسيې هلیکوپټرې د بلاروس له هیواد څخه اخیستي دي.

د دفاع وزارت د اعلامیې له مخې اسدالله خالد د یادو هلیکوپټرو د تسلمېدو پرمهال ویلي، چې افغان ځواکونه به د یادو هلیکوپټرو څخه له تروریستانو سره د مبارزې په برخه کې ګټه واخلي.

هند تر دې مخکې هم له افغانستان سره د دوو نورو جنګي هلیکوپټرو وړیا مرسته کړې وه، چې د دفاع وزارت د معلوماتو له‌مخې، څلور واړه هلیکوپټرې په ۲۰ میلیون ډالرو رانیول شوي دي.

دغه هېواد دوې «MI 35» جنګي هیلکوپټرې د روان کال د ثور میاشتې پر ۲۶مه او درې نوري روسۍ جنګي هیلکوپټرې تېر کال افغانستان ته ورکړي وې.

هند له افغانستان سره د سترو مرسته کوونکو هېوادونو په ډله کې راځي چې تر دا مهاله یې په بېلابېلو برخو کې له افغانستان سره د څه باندې ۲ میلیارډ ډالرو په ارزښت مرسته کړې ده.

د سلما بند جوړول، د افغانستان د ملي شورا لپاره د ودانۍ جوړول له افغانستان سره د هند له لویو مرستو بلل کېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان د هوایي ځواک ٢٢ تنو پیلوټانو په چک جمهوریت کې خپلې زده کړې بشپړې کړې او پرون د دوشنبې په ورځ د اکتوبر په ١۴ مه فراغت لیکونه او مډالونه ورکړل شول.

د افغان چارواکو د معلوماتو له‌مخې افغانستان خپل پیلوټان په امریکا، متحده عربي اماراتو او چیک جمهوریت کي روزي.

XS
SM
MD
LG