د لاس رسي وړ اتصالات

د قومي‌ شخړو په اړه سکوت؛ ایا مودي به له واک څخه لېرې کړل شي؟ 


د هند د مانیپور په ایالت کې د قومي شخړو په اړه د دغه هېواد د صدراعظم نرېندرا مودي سکوت سبب شوی چې د هند پارلمان په واک کې د هغه د پاتې کېدو او یا نه پاتې کېدو په اړه پرېکړه وکړي.

په پارلمان کې د مودي د سلب صلاحیت په اړه د رایې اچوونې مسئله داسې مهال مطرح کېږي، چې له تېرو شاوخوا دریو میاشتو راهېسې د مانیپور په ایالت کې قومي شخړې روانې دي. دغلته د مودي واکمن ګوند بهارتیا جنتا حاکم دی.

په دغه ایالت کې له هغه وروسته قومي تاوتریخوالی پیل شو چې حکومت د «مییتي هندو» قوم ته یو لړ داسې امتیازات ومنل چې په اساس یې د دغه قوم وګړي په ټولو هغو سیمو کې چې کوکي او نور غیر هندو قومونه مېشت دي، ځمکه او جایدادونه اخیستلای شي. همدغه راز دا پرېکړه د «مییتي هندو قوم» وګړو ته په دولتي موقفونو او په پوهنتونونو کې د تحصیلي بورسونو او امتیازاتو یوه مشخصه سهمیه هم برابروي.

کوکي مسیحیانو د دغې پرېکړې په ضد اعتراضونه پيل کړي‌ دي.

د کوکي قوم وګړي ادعا کوي چې د نورو قومونو خلک یې په هر ځای کې چې ویني، په نښه کوي ‌او پولیس یې هم شکایت نه اوري او نه ورسره مرسته کوي. د مانیپور په ایالت کې د دغه روانې قومي شخړې له کبله تر دې دمه ۱۵۰ تنه مړه شوي او شاوخوا ۵۰زره نورو خلکو خپلې سیمې پرېښي دي.

د مودي واکمن ګوند بهارتیا جانتا په پارلمان کې اکثریت لري او د هغه د صلب صلاحیت هڅه به ناکامه کړي، خو دا هڅه به د دې لامل شي‌ چې هغه به د مانیپور د بحران په اړه پارلمان ته یوه طرحه واستوي.

ازاد خبریال او سیاسي شننونکی ارتي جیرات وايي: «زما په فکر ټول د مودي د سکوت په اړه حیران دي. هغه فکر کوي چې د داسې موضوعګانو په اړه سکوت هغه ته زیان نه رسوي. هغه په دې باور دی چې د هند خلک تر ډېره د هغه د حکومت کارونو ته پام کوي.»

نرېندرا مودي تر دې مخکې هم تورن شوی و چې د مسلمانانو په ضد د هندوانو په تاوتریخوالي غلی پاتې شوی. د هند د ګجرات په ایالت کې‌ په ۲۰۰۲ کال کې،‌ چې نرېندرا مودي په کې اعلی وزیر و، په قومي شخړو کې شاوخوا ۱۰۰۰ تنه ووژل شول چې اکثریت یې مسلمانان وو.

بي بي سي څه موده مخکې په ګجرات کې د قومي شخړو په اړه یو مستند فلم خپور کړ، چې مودي په کې په قومي‌ تاوتریخوالي کې په لاس لرلو تورن شوی. نوي ډهلي په هند کې د دغه فلم په خپرېدو بندیز لګولی دی.

نړیوالو هم د هند د مانیپور په ایالت کې د قومي شخړو په اړه او په ځانګړي ډول په علني ډول په دوو ښځو باندې د جنسي تېري او وهلو او ډبولو د پېښې په اړه غبرګونونه ښودلي دي.

د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د مانیپور په ایالت کې په دوو ښځو باندې د جنسي تېري د پېښې په اړه ډېر خواشینی دی. په ټولنیزو رسنیو کې د دغو دوو ښځو،‌ چې بربنډې کړل شوې، ویدیو ډېره خپره شوې ده. راپورونه وايي داسې ښکاري چې د خلکو یوې ډلې په دغو دوو ښځو جنسي تېری کړی او بیا مجبورې کړې چې لوڅې په لارو کوڅو کې وګرځي.

دا پېښه شاوخوا دوې میاشتې مخکې شوې وه، خو په ټولنیزو رسنیو کې یې د ویدیو له خپرېدو وروسته په هند کې د ننه او د باندې د خلکو پام ور واوښت.

په هند کې قومي او دیني ډلې د واکمن ګوند بهارتیا جانتا د سیاست په اړه شکایتونه لري. دوی دا ګوند تورنوي چې د هندوانو د برترۍ لپاره هلې ځلې کوي.

تېره اوونۍ د ریل ګاډو د څانګې یو پولیس افسر د پولیسو یو لوړ پوړی مامور او دوه مسلمانان په ډزو ووژل او بیا یې چېغې کړې چې «مودي زنده باد». پولیسو ویلي‌ دي‌چې په دې اړه پلټنې کوي.

په همدې ورځ یو شمېر هندو افراطیانو په یوې مسلمان مېشتې سیمې کې دیني مظاهره وکړه چې په نتیجه کې یې پنځه تنه ووژل شول. د مانیپور په ایالت کې د قومونو ترمنځ د شخړې کچه هماغسې زیاته ده.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG