د لاس رسي وړ اتصالات

بولټن: امریکا دې د طالبانو پر ضد د وسله وال مقاومت ملاتړ وکړي


جان بولټن، د امریکا د متحده ایالتونو د ملي امنیت پخوانی سلاکار
جان بولټن، د امریکا د متحده ایالتونو د ملي امنیت پخوانی سلاکار

د امریکا د متحده ایالتونو د ملي امنیت پخوانی سلاکار جان بولټن وايي، واشنګټن باید د طالبانو پر وړاندې د وسله وال مقاومت ملاتړ وکړي، خو د دغه پخواني امریکايي چارواکي په وینا، د طالبانو مخالفې ډلې باید لومړی امریکا ته خپل لومړیتوبونه روښانه کړي.

بولټن له امریکا غږ سره په ځانګړې مرکه کې وویل چې شونې ده دغه ملاتړ په پټه ترسره شي. هغه وویل: "دا مهمه ده چې وګورو موږ د افغان مقاومت د ملاتړ لپاره څه کولی شو. دا ډول ملاتړ په افغانستان کې د شوروي د اشغال پر مهال موجود و، د طالبانو د حکومت وړاندې دورې کې موجود و. زما په اند دا د افغانانو ریښتینې هیلې څرګندوي."

په عین وخت کې امریکايي چارواکو تر اوسه د وسله والو مخالفو ډلو ملاتړ ته لېوالتیا نه ده ښودلې. په دې وروستیو کې د افغانستان لپاره د امریکا شارژدافیرې کرن ډیکر خبریالانو ته ویلي چې واشنګټن په افغانستان کې له وسله وال مقاومت څخه ملاتړ نه کوي. مېرمن ډیکر وویل: "هیڅ افغان نور جګړه او تاوتریخوالی نه غواړي او د اختلافاتو د حل سمه لاره خبرې اترې او سیاسي مذاکرات دي."

خو د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت پخوانی سلاکار په افغانستان کې روان وضعیت له دغه هېواده د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره تړلی بولي او وايي، امریکا اخلاقي مسوولیت لري چې د طالبانو پر وړاندې له افغان ولس سره مرسته وکړي. هغه وویل: "زه فکر کوم چې په هیواد کې پاتې خلکو ته باید د مخابراتو او تجهیزاتو په څیر شیان ورکړل شي ترڅو هغه خلک چې د طالبانو په وړاندې مقاومت کوي یو له بل سره اړیکه ونیسي. زه فکر کوم چې د مقاومت ځواکونو ته باید جدي کتنه وشي. په ځانګړې توګه که دوی وکولای شي د هیواد په ځینو برخو کنټرول ترلاسه کړي."

د امریکا د ملي امنیت پخواني سلاکار همدارنګه په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر زده کړو او کار کولو د طالبانو وروستي محدودیتونه د وړاندوینې وړ وبلل، که څه هم دا بندیزونه یې د دوحې په تړون کې د طالبانو د ژمنو خلاف کار وباله.

هغه وویل: "دوی [طالبانو] اراده درلوده چې لویدیځ ته فریب ورکړي، پدې تمه چې مرستې ترلاسه کړي ترڅو دوی په هیواد کې ډیر کنټرول ولري، خلکو ته اسانتیاوې چمتو کړي ترڅو په وړاندې یې نارضایتي ایجاد نشي... اما په خواشینۍ سره دا ددې بله بېلګه ده چې هغوی د امریکا سره او ټولې نړۍ سره خپلو کړو علني د تعهداتو عملي کولو ته ژمن نه وو."

بولټن خبرداری ورکړ چې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال په افغانستان کې د ډېرو پخوانیو دولتي کارکوونکو او د بشري حقونو د فعالانو ژوند له خطر سره مخامخ دی او باید له دغه هېواد څخه وایستل شي.

بولټن له افغانستان څخه د امریکا په مشرۍ د ایتلافي ځواکونو وتل د امریکا او ناټو یوه تېروتنه وګڼله، چې د ده په وینا د افغانستان لپاره یې ډېرې جدي پایلې لرلې.

بشپړ مرکه دلته وګورئ.

XS
SM
MD
LG