د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا ۳۳ تاریخي اثار افغانستان ته وسپارل


د افغانستان سفارت ویلي چې دغه تاریخي اثار به ډير ژر په کابل کې د افغانستان ملي موزیم ته وسپارل شي
د افغانستان سفارت ویلي چې دغه تاریخي اثار به ډير ژر په کابل کې د افغانستان ملي موزیم ته وسپارل شي

د امریکا متحده ایالاتو ۳۳ قلمه تاریخي اثار تیره ورځ د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې په واشنګټن کې افغان سفارت ته وسپارل.

په واشنګټن کې د افغانستان سفارت اعلان کړی چې د دغو اثارو تاریخي قدامت دوهمې او اتمې پېړۍ ته رسیږي او د افغانستان د تاریخي او غني فرهنګ بیانونکي دي.

د دغه سفارت په اعلامیه کې راغلي چې یاد تاریخي اثار به ډير ژر کابل ته انتقال شي او د افغانستان ملي موزیم ته به وسپارل شي.

په اعلامیه کې راغلي: "د امریکا په متحده ایالاتو کې د افغانستان لوی سفارت د دغو تاریخي اثارو په کشف او نیولو کې له ټولو اړوندو ارګانونو په ځانګړي د نیویارک د سیمې اړوند څارنوالۍ له دفتر او د امریکا د داخلي امنیت له وزارت... څخه مننه کوي."

ویل کیږي د دغه تاریخي اثارو ارزښت دوه میلیون ډالرو ته سیږي.

د افغانستان ملي موزیم هم ویلي چې دغه تاریخي اثار په تیرو کلونو کې د امریکا متحده ایالاتو ته قاچاق شوي دي.

XS
SM
MD
LG