د لاس رسي وړ اتصالات

ملي ماتم؛ د کابل وروستۍ چاودنه کې د وژل شوو کسانو شمېر ۵۸ تنو ته ورسېد


افغان چارواکي وایي چې د پېښې زیاتره ټپيان د ښوونځي زده کوونکي په ځانګړي ډول انجونې دي
افغان چارواکي وایي چې د پېښې زیاتره ټپيان د ښوونځي زده کوونکي په ځانګړي ډول انجونې دي

افغان چارواکو په کابل ښار کې د «سید الشهدا» ښوونځي په مخ کې د یکشنبې د ورځې په چاودنه کې د تلفاتو د زیاتوالي خبر ورکړ.

یو افغان چارواکی چې نه غواړي نوم یې خپور شي امریکا غږ ته وویل چې اوس مهال د یادې چاودنې له امله د وژل شویو کسانو شمیر ۵۸ او د ټپیانو شمېر ۱۵۰ تنه ته رسېدلی دی.

دغه افغان چارواکي زیاته کړه چې د پېښې زیاتره ټپيان د ښوونځي زده کوونکي په ځانګړي ډول انجونې دي.

هغه وویل چې اوس مهال یو شمېر ټپيان د کابل په روغتونونو کې تر درملنې لاندې دي چې په خبره یې د ځينو روغتیايي حالت نازک دی.

تر دې مخکې د کورنیو چارو وزارت په دغه چاودنه کې د وژل شویو کسانو شمېر څه باندې ۵۰ او د ټپيانو څه باندې ۱۰۰ تنه ښودلی و.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني په کابل او لوګر کې د وروستیو موټر بم چاودنو چې له امله یې لسګونه کسان مړه او ټپیان شول، نن سې شنبه په هیواد کې ملي ماتم اعلان کړی دی.

افغان حکومت په دغه ورځ د ارګ د مسجد په شمول په ټولو دولتي ادارو، مسجدونو او تکیه خانو کې د فاتحې مراسم تر سره کړل.

تیره اونۍ په لوګر ولایت کې هم د موټر بم چاودنې له امله د چارواکو په وینا ۲۷ تنه ووژل شول او ۹۱ نور ټپیان شول.

افغان چارواکي وايي چې د یادې چاودنې اکثره قربانیان ملکیان او محصلین و.

تر دا مهاله د دغه چاودنو مسؤلیت کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخیستی او طالبانو هم په دغه چاودنو کې خپل لاس لرل رد کړی دی. خو افغان چارواکي د یادو بریدونو تر شا د طالبانو لاس بولي.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د اروپايي ټولنې نمایندګۍ هم په دې اړه د افغانستان د خلکو سره غمشریکي ښودلې او خپل بیرغ یې هم نیم ځوړند کړی دی.

د دې ترڅنګ په افغانستان کې د استرالیا سفارت هم له افغانانو سره د پیوستون په هدف خپل بیرغ نیم ځوړند کړی دی.

په لوګر او کابل کې وروستۍ مرګونې چاودنې د ملګرو ملتونو ترڅنګ د ګڼو نورو بنسټونو لخوا هم غندل شوي او په دغه هیواد کې د تاوتریخوالي پر پای ته رسېدو ټینګار کړی دی.

XS
SM
MD
LG