د خیبر پښتونخوا په بنو کې د «پښتنو قامي جرګه» چې څلور ورځې مخکې پیل شوې وه، نن دوشنبه مارچ ۱۴ (کب۲۳) پای ته ورسېده. د پښتونخوا ملي عوامي ګوند دا جرګه بللې وه.
جرګې د غونډې په وروستۍ ورځ خپله په ۲۵ مادو کې خپله پرېکړه او بیانیه خپره کړه چې د ډېرو نورو مسائیلو ترڅنګ، د افغانستان اوسنی وضعیت هم په کې یاد شوی دی.
په اعلامیې کې غوښتنه شوې ده چې باید په افغانستان کې داسې حکومت جوړ شي چې د ټولو «ولسونو استازي» په کې شامل وي.
اعلامیه وايي چې په افغانستان کې دې د «لویې جرګې او عامو انتخاباتو د لارې د ولسونو نماینده حکومت قایم کړل شي» او په زوره د حکومت نیول «غیر قانوني او د افغان ملت سره غداري» ده. د پښتنو دغې قامي جرګې په افغانستان کې په «اوسني ناورين خواشيني» څرګنده کړې ده.
جرګې داسې مهال په افغانستان کې د انتخاباتو له لارې د حکومت جوړېدل غوښتي دي چې تېرکال د اګست په ۱۵ طالبان کابل ته داخل شول او د «افغانستان منتخب حکومت» نسکور شو. طالبانو اوس د خپل «اسلامي امارت موقت حکومت» اعلان کړی چې نړیواله ټولنه یې په رسمیت نه پېژني او «همه شمول» نه بلل کېږي.
په ډیورېنډ کرښه د اغزن تار د لګولو غندنه
په دغې جرګې کې همدغه راز د ډیورېنډ په کرښه باندې د پاکستان د پوځ له لوري د اغزن تار غځول او نصبول هم وغندل شول. د اعلامیې لسمه ماده وايي: «دا قامي جرګه په ډېورنډ کرښه اغزن تار په کلکه ردوي او غوښتنه کوي چې په کرښه ټولې تاريخي تجارتي لارې دې د تجارت او د کرښې په دواړو غاړو د ابادو خلکو د ازادانه تګ راتګ لپاره د اسنادو او کوايفو بغیر يقيني کړل» شي.
د پاکستان پوځ څو کاله مخکې د ډیورېنډ په کرښه چې څه باندې ۲۵۰۰ کیلو مېتره ده، د اغزن تار د لګولو پروژه پیل کړه، د پاکستان حکومت ادعا کوي چې له افغانستان څخه «وسله وال ور اوړي او ورانکارۍ کوي» خو د مخکني حکومت چارواکو دا خبره په کلکه رد کړې وه او تل یې پاکستان د وسله والو طالبانو او نورو اورپکو په ساتلو او پاللو تورن کړی و، چې پاکستان یې نه مني.
څو اونۍ مخکې د پاکستان چارواکو وویل چې دا کار د طالبانو له حکومت سره په همغږۍ کوي. په دغه لړ کې د پاکستان د ملي امنیت مشاور معید یوسف کابل ته د خپل سفر په ترڅ کې ویلي وو چې په «سرحد باندې د کټارو او اغزنو مزو د لګولو مسئله» له طالبانو سره د خبرو له لارې حل کوي.
په دې وروستیو کې په ټولنیزو رسنیو کې ځینې ویدیوګانې خپرې شوې چې په کې یو شمېر طالب وسله وال ښودل کېږي چې د ډیورېنډ په کرښه باندې د پاکستان له لوري لګوي شوي اغزن تازونه لېرې کوي. د افغانستان د مخکني حکومت ځينې مقامات ادعا کوي چې طالبان د پاکستان لاسپوڅي دي او دا ډول کارونه د دې لپاره کوي چې د عوامو فکر بل طرف ته واړوي.
هغه وخت د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په خپل ټویټر کې لیکلي وو :«په دې وروستیو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ډیورنډ لیکې په ځینو برخو کې داسې پېښې شوي دي چې اړتیا یې راټوکولې تر څو د دواړو هېوادونو مسئولین د ستونزو د اواري په باب خبرې وکړي.»
د ډیورېنډ کرښه د افغانستان حکومتونو د پاکستان او افغانستان ترمنځ د رسمي سرحد په توګه نه ده پېژندلې، خو پاکستان یې خپل رسمي سرحد ګڼي.
دغې جرګې همدغه راز په کلکه غوښتنه وکړه چې په پاکستان کې په «سياست کې د استخباراتي ادارو لاسوهنه بنده» شي، د پاکستان په پوځ او استخباراتو دا تور دی چې ولسي حکومتونو کې لاسوهنې کوي د خپلې خوښې مشران ټاکي او ننګه یې کوي. دوی همدغه راز وغوښتل چې د پاکستان پارلمان دې بهرنۍ تګلاره جوړه او نافذه کړي.
پاکستان کې د پښتنو د حقونو غوښتنه
د بنو قامي جرګې په پاکستان کې د پښتنو د حقونو د خوندي کولو لپاره بیا بیا غږ اوچت کړ او د پښتنو د ځینو فعالانو او استازو عثمان کاکړ، عارف وزیر، ارمان لوڼي، اسد اڅکزي او نورو د وژنو په اړه یې د تحقیقاتو غوښتنه وکړه.
دا پښتانه فعالان په پاکستان کې د پولیسو او وسله والو په بریدونو او نورو پېښو کې وژل شوي دي چې د پښتنو فعالانو په وینا «قاتلان» نه نیول شوي او نه محاکمه شوي دي.
پښتو دې د تعلیم او دفتر ژبه شي
په پاکستان کې میلیونونه پښتانه ژوند کوي، خو د ډېرو انتقاد یې دا دی چې د دوی ماشومانو ته په مورنۍ ژبه تعلیم نشته. د امریکا غږ د ډیوې څانګې د راپور په اساس د قامي جرګې یوه لویه غوښتنه دا هم وه چې «پښتو ژبه دې د پښتونخوا وطن قامي، دفتري او تعليمي ژبه وګرځول» شي. په پاکستان کې په ښوونځیو کې تر ډېره په اردو او انګلیسي باندې تدریس کېږي.
د کرښې دې غاړې ته په افغانستان کې بیا د پښتو او دري په ګډون، په ښوونځیو کې په مورنۍ ژبه زده کړې کېږي.
د خیبر پښتنونخوا په بنو کې د پښتنو دا «قامي جرګه» د نورو غونډو تسلسل بلل شوې ده. دا جرګه د مارچې په ۱۱ پيل شوې وه چې د پښتنو د ښځینه او نارینه وو سیاستوالو، فعالانو او نورو په ګډون زرګونو کسانو په کې برخه اخیستې وه.
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅګزي د جرګې اعلامیه واوروله.